Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیاسي چارو کارپوه، وحید مژده کابل کې ووژل شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي چې ښاغلی مژده چهارشنبې(د لړم په ۲۹مه نېټه) ماښام پنځه بجې کله چې له جومات نه د خپل کور په لور روان وو، دوو موټرسایکل سپرو کسانو پرې ډزې کړې دي.

د ښاغلي رحیمي په خبره، وسله والو پر ښاغلي مژده درې ډزه کړي دي.

وحید مژده د سیاسي چارو کارپوه وو او هېواد کې به یې له رسنیو سره پر سیاسي موضوعاتو په ځانګړې توګه له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو بحثونه کول.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ښاغلي مژده د وژني په تړاو څېړنې پیل شوې دي، خو تر اوسه د پېښې عاملان نه دي په ګوته شوي.

ښاغلی مژده یو ځل د طالبانو په پلوی تورن او د امنیتي ځواکونو له خوا یې د نیولو په تړاو هم راپورونه خپاره شول.

وحید مژده په ۱۳۳۲ کال کې په بغلان ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، هغه د کابل په حبیبیې لیسې کې خپلې لومړنۍ زده کړې پایته ورسولې او بیا یې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي د لیسانس سند ترلاسه کړ.

هغه د طالبانو رژیم پرمهال بهرنیو چارو وزارت کې کار کاوو او د حزب اسلامي غړیتوب یې درلود. ښاغلي مژده لیکوال او شاعر هم وو، هغه د افغانستان تاریخ په تړاو د "افغانستان" په نامه یو کتاب هم لیکلی دی.

 دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اوونیو کې حسن حقیار او نظرمحمد مطمین چې د طالبانو پلویان ښودل کېږي، د ناپېژاندو کسانو لخوا په کابل کې پرې برید شوی دی.

وحید مژده چهارشنبې ماښام کابل کې د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې ووژل شو

شریک یي کړئ