Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیاسي ګوندو له لورې د نوي ایتلاف جوړېدل

د حکومت ځينو لوړپوړو چارواکو، سیاسي څېرو او پخوانیو جهادي مشرانو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د «د افغانستان ستر ملي ایتلاف» تر نامه لاندې د موجویت اعلان وکړ.

د جمیعت اسلامي، جنبش اسلامي، ملي وحدت، د افغانستان نوین ملي جبهه، د افغانستان د خلکو محور، د پخواني ولسمشر حامد کرزي استازي، ښاغلي کرزي ته نېږدې څېرې او د هېواد ځينې نورو سیاسي څېرو د دغه ایتلاف د موجودیت د اعلان په غونډه کې حضور درلود.

دغه ایتلاف په لومړي سره کې د روان لمریز کال په غوايي میاشت کې په ترکیه کې جوړ شو.

په دغې غونډه کې د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس عطامحمد نور وویل چې افغانستان د پرځېدو په درشل کې دی او د هغه په وینا لامل یې د حکومت د مشرانو ناکاري ده.

هغه د هېواد په ځینو برخو کې د ځينو بیرغونو پورته کول له حکومته د خلکو د ناراضۍ ښودنه وبلله او وې ویل که‎چېرې حکومت سم کار ونه کړي، خلک به د بې اتفاقۍ په لور ولاړ شي.

ښاغلي نور له امنیتي ځواکونو ناوړه استفاده د ملي ګټو په وړاندې خطرناک بولي او څرګنده یې کړه چې دا کار به د نظام ستنې کمزورې کړي.

هغه له حکومته وغوښتل ترڅو له ګوندونو سره په ملتیا سره د هېواد اوسني کړکېچ ته حل لارې پيدا کړي.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې له اوسنیو مسایلو سره طرف واقع دی او د یوناما بې طرفي تر پوښتنې لاندې ده.

هغه همدارنګه ادعا کوي چې ټاکنو ته د کابو ۹ مېلیونه نوم لیکل شویو له ډلې کابو ۴ مېلیونه یې جعلي رایې دي.

په دې غونډه کې د اجرايي رییس دویم مرستیال محمد محقق، وویل چې په هېواد کې اوضاع تر دې حده د اندېښنې وړ ده چې خلک د تېښتې په حال کې دي او د هېواد یوه ستره برخه د مخالفو وسله‎والو په لاس کې ده.

شریک یي کړئ