Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیمې اوسېدونکي: د بلخ برید کې ملکي کسان وژل شوي

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي نن(سې شنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) وايي چې تېره شپه د افغان ځواکونو هوايي برید کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی وايي چې د وژل شویو ملکي کسانو مړي به د بلخ ولسوالۍ څلورلارې ته ولېږدوي.

په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت دغو بریدونو کې د ۱۱ طالب وسله والو له وژل کېدو او د ۱۰ د ټپي کېدو خبر ورکوي.

یاد وزارت همداراز وايي چې افغان ځواکونو هغه مهال پر طالبانو هوايي برید کړی چې دغې ډلې بلخ ولسوالۍ کې ماینونه ځای پر ځای کول او په اسکواټور د ځمکې کېندنې په حال کې وو.

 همداراز طالبانو هم ویلي دي چې دغه هوايي برید کې ملکي کسانو ته زیان اوښتی دی.

په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت دغو بریدونو کې د ۱۱ طالب وسله والو له وژل کېدو او د ۱۰ د ټپي کېدو خبر ورکوي

شریک یي کړئ