Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شاه امان الله خان سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو ته لنډه کتنه

شاه امان الله خان اروپايي او اسیايي هېوادونو ته تر یوه شپږ میاشتني سفر وروسته، هېواد کې سیاسي، ټولنیز او کلتوري اصلاحاتو پروګرامونه پيل کړ چې ځینو دغو اصلاحاتو ځينې غبرګونونه رامنځته کړل.

ځينې څېړونکي د دې سربېره چې د امان الله خان ځينې اصلاحاتي پروګرامونه ستايي، خو په دې باور دي چې شاه دا اصلاحاتي پروګرامونه په داسې حال کې پیل کړل چې خلک د هغه د منلو لپاره چمتو نه و او له همدې امله پروګرامونه یې له ماتې سره مخ شول.

د لویې جرګې جوړېدل او د افغانستان د لومړي اساسي قانون تصویب، د مشروطه شاهي نظام اعلان، د مرییتوب له منځه تلل، د زده کړو جبري کول، د جبري کارونو منع کول، د ښوونځیو جوړول او له افغانستانه بهر ته د زده کړو لپاره د نجونو او هلکانو لېږل هغه مهم اصلاحات وو چې شاه امان الله خان له بهرنیو سفرونو وروسته په افغانستان کې عملي کړل.

کارپوهان او څېړونکي د نوموړي اصلاحات له توندلارۍ سره مله بولي.

څېړونکی خلیل رومان په دې اړه وویل:«په عرضي، ټولنیزه، مالیاتو، ګمرګاتو په برخه کې یې ډېر اصلاحات رامنځته کړل او تر ټولو حساسیت لرونکې کړنه یې د حجاب رفع کول او له هېواده بهر ته د مېرمنو سفر و.»

د ولسمشر پخوانی سلاکار اکرم خپلواک هم څرګنده کړه:«د برېټانیا د وخت امپراطورۍ غوښتل چې د شاه د هر ډول اصلاحاتي پروګرام په وړاندې د ولس له داخله مقاومتونه رامنځته کړي. دویم لوی مشکل چې ورسره مخامخ شو، هغه د ټولنې له هغې قرش چې د هغوی احساسات ډېر سپېڅلي وو له هغوی څخه ناوړه استفاده وشوه، د ناکامۍ درېیم لوی عامل دا و چې ولس ته سم مالومات ونه رسېدل.»

د ښځو د حجاب له منځه وړل او د قانون په وړاندې د ښځو او نارینه وو برابري د شاه امان الله خان اصلاحات وو، د امان الله خان مېرمن ملکه ثریا له هغې وروسته چې له سفره راستنه شوه له ټیکري پرته ظاهره شوه او ښځې د ټکري نه پر سرولو ته وهڅول شوې. ټول نارینه مجبور وو چې له کوره بهر دریشي واغوندي، د شاه دا اصلاحات د خلکو په تېره بیا ملایانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شول.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي:«هغه کارونه او تېروتنې چې له امان الله وشوې، زما په ان دا دي چې لومړی یې ټول واک خپله ترلاسه کړ، او دې کار د مشروطه غوښتنې غورځنګ له هغه لیرې کړ او هغه یې منزوي کړ او بل په هغه کتاب کې چې موده وړاندې ما ولوست د امان الله خان ستره تېروتنه چې ترسره یې کړه هغه دا وه کله چې له فرانسې بېرته راستون شو یو غرور او لويي اختیار کړه، نور یې خپلو سلاکارانو، هغو کسانو ته چې دی یې واک ته رسولی و، او له ده سره یې همکاري کړې وه هغوی ته یې نور غوږ نه اېښوده، حتا په هغه ځای کې چې ما لوستي په خپله محمود طرزي د منزوي کس په توګه له واکه لیرې شو.»

د امان الله خان لور مېرمن هندیه وايي کله چې شاه په جلاوطنۍ کې و، په اصلاحي پروګرامونو یې فکر کاوه چې باید افغانستان ځان بسیاینې ته ورسېږي، د امان الله خان دغه لور زیاتوي غازي امان الله خان د ښځو او نارینه‎وو پر برابرۍ او زده‎کړو ټینګار درلود.

د امان الله خان لور هندیه زیاتوي:«د نر او ښځې ترمنځ یې توپیر نه لیده کله چې درېیمه خور مې ملیحه نړۍ ته راغله چې د طب جراح او لومړنۍ افغان مېرمن ډاکتره شوه.»

کارپوهان وايي په هغه وخت کې د شاه امان الله خان ځینو اصلاحي پروګرامونو د خلکو له روحیې سره سمون نه درلود او د هغه د سلطنت په وړاندې یې د مخالفت زمینه برابره کړه.  

ځينې څېړونکي په دې باور دي چې شاه دا اصلاحاتي پروګرامونه په داسې حال کې پیل کړل چې خلک د هغه د منلو لپاره چمتو نه و او له همدې امله پروګرامونه یې له ماتې سره مخ شول.

شریک یي کړئ