نن شنبې (د وږي ۱۵مه) د طلوع نیوز د خبریال صمیم فرامرز او تصویر اخیستونکي رامز احمدي له دویم تلین سره سمون لري.
صمیم او رامز دوه کاله مخکې د وږي په پنځلسمه د کابل په لوېدیځ کې د یوه ځانمرګي برید د خبري پوښښ په حال کې د دویم ځانمرګي برید موخه وګرځېدل.
د صمیم فرامرز او رامز احمدي د ملګرو په ذهنونو کې د هغوی خاطرې ژوندۍ دي او وایي چې لا هم د هغوی پر نشتوالي باور نه کوي.
د صمیم ملګری مکارم داریوش وویل:«صمیم په ټول کې یو ډېر صمیمي او ټولنیز هلک و؛ موږ به ډېری وخت سره یوځای وو، په ځانګړې توګه د شپې له خوا. کله چې به صمیم له کاره راستون شو، د دې سربېره چې ډېر ستومانه به هم و، خو له موږ سره به یې فوټبال کاوه، فلم لیده او کله ناکله تر سهاره موسیقي اورېده.»
د رامز ملګری فرید رستاقي هم وايي:«ګران رامز، زموږ یو له ډېرو ګرانو ملګرو څخه وو، زموږ ډېر ښه ملګری و. د کمرې په برخه کې یې ډېر ښه کارونه کول.»
په دې موده کې په افغانستان کې خبریالان د ډېرو ننګونو شاهدان وو؛ خو لاس تر زنې نه دي پاتې شوي او د دغو ستونزو د هواري لپاره یې خپل کارونو ته دوام ورکړی دی.
خبریاله نرګس هورخش وویل:«دا زموږ مسوولیت دی چې د هغو کسانو لارې چې خپل ژوند یې د ازادۍ لپاره قرباني کړی او وینه یې پر ځمکه تویه شوې، له ځواکمن کار او ډېرو هڅو سره دوام ورکړو.»
په داسې حال کې تمه کېږي چې په نژدې ورځو کې بین الافغاني خبرې پېل شي؛ خبریالان او یو شمېر بنسټونه په هېواد کې د تېرو دوو لسیزو د ارزښتونو په تېره بیا د بیان د آزادۍ ساتنه په دغو خبرو کې له بنسټيزو اړتیاوو بولي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیحالله فرهنګ څرګنده کړه:«عدالت غوښتنه مو وکړه، لیک مو واستوه چې د دواړو لوریو د جګړې قربانیان باید د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.»
دوه کاله وړاندې کله چې صمیم فرامرز او رامز احمدي د کابل په لوېدیځ کې پر میوند کلپ د ځانمرګي برید د خبري پوښښ لپاره تللي وو؛ په دویمه چاودنه کې له نژدې دیرشو نورو کسانو سره ووژل شول.
صمیم د خبريالۍ په برخه کې په قزاقستان کې تحصیل کړی و او درې کاله یې طلوع نیوز ته خبريالي وکړه. رامز احمدي هم په طلوع نیوز کې د تصویر اخیستو پنځه کلنه تجربه لرله.