د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمښت طرحې له وروستي کېدو یوه ورځ وروسته، افغان حکومت د ستراتیژیکو څیړنو په انستیتوت کې چې د سولې په اړه څیړنې پکې شوې په یوه ناسته کې، د طالبانو ددغې پریکړې په وړاندې غبرګون ښيي او وايي د افغان حکومت لپاره د تاوتریخوالي کمول د منلو نه دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وايي چې باید اوربند وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سلام رحیمي وايي:« د تاوتریخوالیو کمښت مسله همداسې چې تاسې پرې نه پوهېږئ، زه هم نه پوهېږم، او هېڅوک نه پوهیږي، څوک یې پلویان نه دي.»
خو له پوځي پلوه د تاوتریخوالي کمښت څه ډول تعریفیږي؟
د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال، تمیم عاصي په دې اړه وايي:« دا عملیات چې د ه واي له لارې کېږي او یا د ځمکې له لارې او یا هم د توپچي وي، کمیږي او دا د تاوتریخوالیو کمښت په مانا ده.»
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د تاوتریخوالي د کمښت طرحه په رسمي توګه په قطر کې د امریکا له استازو سره شریکه شي.
په افغانستان کې د پګواش بنسټ پخوانی رییس، خلیل الله صافی زياتوي:« تمه کېږي چې د تاوتریخوالیو کمښت طرحه د امریکا استازو ته ولېږدول شي او وروسته بیا د سولې هوکړې په تړاو پرېکړه وشي.»
افغان حکومت هم له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د غړو د نومونو د وروستي کېدو خبره کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سلام رحیمي زیاتوي:« موږ په بشپړه توګه چمتو یوو، او که زمنیه برابره شي کارونه مخکې شوي او زموږ پلاوی چمتو دی.»
ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته، په دوو اونیو کې د افغانانو ترمنځ هم خبرې پیل شي.
په قطر کې ځینې سرچینې وايي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو طرحې له رسمي ترلاسه کولو وروسته کابل ته راشي او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره به وګوري.