Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته سفر؛ دا ډله له اوربنده هرکلی کوي

د حکومت د اوربند د څلورمې او د طالبانو د اوربند په لومړۍ ورځ، د طلوع نیوز خبریالان د میدان وردګو ولایت هغو سیمو ته ورغلي دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د دغې ډلې له ځينو غړو سره یې خبرې اترې کړې دي.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید له یوه تصویر اخیستوونکي سره د میدان وردوګو ولایت سیداباد ولسوالۍ ته تللي وو وايي چې طالبان او دولتي ځواکونه هم د دواړو لورو له خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي.

د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ تنګي دره له هغو سیمو ده چې له کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده.

د سید اباد په تنګي کې د طالبانو یو قومندان محمد نعیم انتقام په دې اړه وویل:«خلک له ډېرو خوشحالیو او په ازاده او ارامه فضا کې، د اختر شپې او ورځې تېروي او د خپل د خوښیو مراسم ترسره کوي.»

دغه طالب قوماندان موږ هغو سیموته بیا يي چې د ده په وینا دا ډله ډېری په دې سیمه کې کسان لري.

د تنګي په بازار کې چې ډېری وختونه د طالبان او دولتي ځواکونه سره ښکېلېږي په دې لړ کې ملکیانو ته هم ډېر زیان رسېدلی دی.

په ډېری سیمو کې چې دولتي ځواکونه او طالبان سره مخ کېدل ملکي وګړو ته هم پکې زیان رسېده.

حفیظ الله یو له همدې ملکیانو دی چې کور يې د سیداباد ولسوالۍ د تنګي په جګړه کې وران شوی دی.

د سید اباد ولسوالۍ د تنګي درې اوسېدونکی حفیظ الله وايي:«تاسې وګورئ چې هر څه ویجاړ شوي دي، هر څه خراب شوي. نېږدې ولاړ شې او وې ګورئ، دا کنډوالې ټول زما خونې وې.»

د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د اختر لومړۍ ورځې اوربند چې د دولتي ځواکونو په وړاندې ددې ډلې مشرد لومړي ځل لپاره اعلان کړ دوی هم دې اوربند ته ژمن دي.

شیرمحمد حسني چې په دې سیمه کې هټۍ لري وايي:«دم‎ګړۍ امنیت ښه دی؛ ارامه او خوشحاله یوو؛ په ځانګړې توګه د اوربند له هوکړې وروسته، ډېر خوښ یوو.»

خو د سید اباد ولسوالۍ په مرکز کې دولتي ځواکونه د حکومت لخوا د اروبند لپاره ژمن دي.

په سید اباد ولسوالۍ کې ۲۳ کلن خان اغا چې له دوه کلونو ډېره موده کېږي په سیداباد ولسوالۍ کې دی وايي، اوسنیو حالاتو ته يې هیلې راټوکېدلې دې.

د پولیسو سرتېری خان اغا زیاتوي:«نور بس ده، جګړه بس ده موږ ډېره مرګ ژوبله ورکړې، د ورځې څومره مرګ ژوبله ورکوو.»

د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په هېواد کې یوه له هغو ولسوالیو ده چې په وروستۍ یوه لسیزه کې په‎کې جګړو زیاتې ناخوالې پرځای پرېښې دي.

د دې سیمې اوسېدونکي د روانو تاوتریخوالو پای ته رسېدو لپاره شېبې شماري.

شریک یي کړئ