Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالي په هکله د مېلر ګواښ

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د افغان ځواکونو د پرېکنده ملاتړ د دوام په هکله ډاډ ورکوي.

ښاغلی مېلر ګواښ کوي که چېرې طالبان تاوتریخوالی زیات کړي، امریکايي ځواکونه به اړ شي چې د هغوی په وړاندې لاس په کار شي.

دغه لوړ پوړی امریکايي جنرال په افغانستان کې د کرونا ویروس جدي ګڼي او وايي که چېرې تاوتریخوالی دوام پیدا کړي د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوی به ناشونی وي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د سیاسي شخړو په لړ کې، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان د دغه هېواد د ځواکونو د ملاتړ د دوام په هکله ډاډ ورکوي.

مېلر په دې اړه وویل:«زه تاسو ټولو ته په دغه ځانګړي وضعیت کې، یو ځل بیا، پر ژمنې او ملاتړ ټينګار کوم. او موږ پوهېږو چې موږ له سیاسي ستونزو سره کار وکړو او موږ به داسې کار وکړو چې د افغانستان خلک وکړای شي چې پر هغه او زموږ پر ملت وویاړي. زه غواړم چې ټول پوه شي چې پرېکنده ملاتړ ماموریت د افغانستان امنیتي ځواکونو او خلکو ته ژمن دی. او دا اړینه ده دا زموږ له ورځني فعالیتونو سره څرګند دی، خو دغه چاره همدارنګه زموږ ورځ تر بلې ژمنې څرګنده کړه چې موږ د خپلو ټولو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو.»

دغه امریکایی جنرال طالبانو ته ګواښ کوي که چېرې تاوتریخوالی ته دوام ورکړي، له غبرګون سره به مخ شي.

مېلر په دې اړه وویل:«که چېرې طالبان تاوتریخوالی زیات کړي، هغوی پوهېږي چې زموږ له خوا به ځواب ترلاسه کړي، طالبان په څرګنده پوهېږي او هوکړه لري چې موږ حق لرو چې نه یوازې له ځانه بلکې د خپلو افغان امنیتي شریکانو هم دفاع وکړو. نو پر دې بنسټ که چېرې هغوی برید وکړي، ځواب به شتون ولري.»

جنرال مېلر د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام په افغانستان کې د کووېډ نولس ناورغۍ د مخنیوي لپاره خنډ ګني.

هغه څرګندوي:«کووېډ نولس هغه څه دی چې پر ټولې نړۍ یې اغېزه کړې ده او د ایتلاف او پر افغان ځواکونو به هم اغېزه وکړي. د ناروغۍ پر مخنیوي باید ځانګړی تمرکز وي چې حتا په عادي شرایطو کې هم ستونزمنه ده، خو د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو په صورت کې کابو ناشونې ده چې د دغې ناروغۍ مخنیوی وشي. ټول لوري باید تاوتریخوالی کم کړي چې موږ وکړای شو د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوی د خپلو ځواکونو او د افغانستان د خلکو ترمنځ متمرکز وو.»

د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان له هغې وروسته له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټينګار کوي چې افغان حکومت په څه باندې ۱۶ ولایتونو کې د طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ