Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو مذاکره او د بهرنیو ځواکونو د بهرېدو مهال وېش

د سولې عالي شورا وايي که‎چېرې طالبان له حکومت سره د سولې هوکړه‎لیک لاسلیک کړي، حکومت به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بهرېدو جدول او مهال‎وېش چمتو کړي.

د دغې شورا ویاند وايي چې افغان حکومت له طالبانو سره په د خبرو اترو لپاره له مخکې هېڅ شرط نه دی اېښی او طالبان هم باید په دې اړه له مخکې شرط وړاندې نه کړي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه څرګنده کړه:«دا کار روښانه دی، هېڅوک نه غواړي چې بهرنیان امنیت ټینګ کړي؛ کله چې سوله راشي او طالبان خپلې ټولنې غوښتنې د خبرو اترو پر مېز مطرحه کړي، له شک څخه پرته چې د بهرنیو ځواکونو د بهرېدو مهال وېش به جوړ شي.»

اخوا اجراییه رییس وايي چې سوله د حکومت او خلکو اصلي غوښتنو ده هغه په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان خلکو ثابته کړې چې د ښکېلو لوریو او په خپل منځ کې د سولې غوښتونکي دي.»

سره له دې چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره طالبانو ته بې مخینې وړاندیزونه مطرح کړي دي، خو د ولسي جرګې مرستیال د دغو وړاندیزونو ردېدل له سولې سره د طالبانو د مخالفت په مانا بولي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال امیرخان یار په دې اړه وايي:«دا یو ښه فرصت دی. طالبان هم باید راشي او د سولې غوښتنې ته ځواب ورکړي؛ ځکه چې دا د ټولو په ګټه دی او هغوی باید ثابته کړي چې سوله غواړي.»

یو شمېر کارپوهان وایي چې طالبان باید په دې بهیر کې خپله خپلواکي وښيي.

د پوهنتون استاد خواجه جاوېد صدیقي په ډاګه کړه:«په دې کې شک نشته چې سولې ته د راتلو لپاره طالبان چندان خپلواکي نه‎لري او حکومت باید له ځینو هېوادونو سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې یوه بشپړ پروګرام چمتو کړي ترڅو ټول په کې خپله ګټه وویني.»

سره له دې چې افغان حکومت او د سولې عالي شورا ویلی دي، چې د سولې د وړاندیزونو ټولګې ته د طالبانو د ځواب په تمه دي؛ خو تر دې مهاله د طالبانو مشرتابه دغو وړاندیزونو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی.

که څه هم افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره طالبانو ته بې مخینې وړاندیزونه مطرح کړي دي، خو د ولسي جرګې مرستیال د دغو وړاندیزونو ردېدل له سولې سره د طالبانو د مخالفت په مانا بولي.

شریک یي کړئ