Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو په بندخونو کې له بندیانو سره د ناسم چلند په اړه اندېښنه

ملګرو ملتونو د طالبانو په توقیف خونو کې له بندیانو سره د ناسم چلند د رپوټونو په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی دفتر(یوناما) نن(یک‎شنبې د غبرګولي په پنځمه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي طالبان له نیول شویو کسانو سره داسې چلند کوي چې شکنجه بلل کیږي.

د یوناما په خبرپاڼه کې همداراز د طالبانو په زندانانو کې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«‎په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت د هغو معتبرو څرګندونو په اړه چې طالبان له توقیف شویو کسانو سره ناسم چلند کوي، داسې کړنې تر سره کوي چې شکنجه بلل کیږي او ان داسې جدي ادعاوې شوي چې ځینې زندانیان په توقیف خونو وژل شوي دي جدي اندیښنه په ډاګه کوي.»

یوناما وايي، رپوټونه همدارنګه ښیي چې زندانیان په بدو شرایطو کې ساتل شوي او اجباري کارونو ته اړ ایستل شوي دي. 

د یوناما لومړنۍ موندنې په ارزګان ولایت کې د طالبانو له یوې توقیف خونې د ۱۳ افغان ځانګړو ځواکونو سره د مرکو پرمټ ترلاسه شوي چې د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې د طالبانو له یوه بند نه خوشې شوي وو.

دوی په توقیف کې د ساتل کیدونکي ناسم وضیعت په اړه د خپلو سترګو لیدلی حالت بیان کړی او د ناسم چلند، ځورونو او ان د ملکي او امنیتي کسانو د وژلو په اړه یې باوري ادعاوې وړاندې کړي دي، څو را خوشې شویو کسانو د طالبانو لخوا لږ تر لږه د ۱۱ کسانو د وژنې راپور ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی، تدامیچي یاماموتو وايي:«زه د توقیف خونې د ناسم چلند شکنجه کولو او آن د ملکي او امنیتي کارکوونکو د غیر قانوني وژنو او همدارنګه په توقیف خونو کې د ناسم وضعیت په تړاو دلګول شویو جدي ادعاوو په اړه اندېښمن یم.»

د یوناما په خبرپاڼه کې عمداراز راغلي دي، د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د شیرا په کلي کې د کلاټک په نامه د طالبانو له بند خونې د ۵۳ خوشې شویو کسانو له ډلې ۴۵ افغان امنیتي ځواکونو او ۸ یې ملکي کسان وو. دغه کسان له ۲۰۱۸ زیږدیز کاله په دې بند خونه کې وو، خو درې یې ان بیا له ۲۰۱۶ زیږدیز کال راهیسې بندیان وو.

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«ټول هغه کسان چې راخوشې شوي دي وایي چې په توقیف کې به یې همیشه زولنې په پښو وې، چې ځینو یې د پښو له ښنګرو سره زخمونه لرل. له یوه کس پرته ټولو را خوشې شویو چې یوناما ورسره مرکې کړي د وهلو خبره کړیده. ځینو توقیف شویو ویلي، چې طالبانو د وهلو ټکولو پرمهال له دوی څخه د معلوماتو د ورکولو او په خاصو مسلو د اعتراف کولو غوښتنه کوله. پاتې نورو زنداني شویو ویلي، چې دوی ته وویل شو، چې دغه سزا یې له حکومت څخه د ملاتړ، له امریکایانو سره د کار او یا له طالبانو سره د جګړې په بدل کې ورکړې.»

یوناما همداراز د بندیانو له خولې لیکلي دي:«ټولو بندیان ویلي چې ترځمکې لاندې پنځو داسې خونو کې ساتل کیدل، چې نه پکې ځایدل او د اړیکې نیولو څه پکې نه وو. را خلاصو شویو کسانو ویلي، چې لږ ترلږه په ورځ کې اوه ساعته پرې د چاودیدونکو توکو د جوړولو په ګډون په زور کارونه ترسره کیدل، چې د نړیوالو بشر دوستانه قوانیوسره په ټکر کې دي. بندیانو شویو ویلي، چې په ژمي کې ترصفر ټیټ کچې یخنۍ کې ساتل کیدل، په ورځ کې دوه ځلې لوبیا او وچه ډوډی ورکول کیده او د درد ضد او د ټپونو د پاکولو میکروب ضد درملو پرته نور هیڅ ډول روغتیایي مرسته نه ورسره کیده.»

د یوناما لومړنۍ موندنې ښیي چې د توقیف خانو وضیعت او له بندیانو سره چلند له هغو لومړنیو معیارونو سره په ټکر کې دي چې په یوه غیر نړیواله جګړه کې له یوې ډلې یا اړخ څخه غوښتل شویدي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشر، ریچارډ بینیټ وايي:« ملګري ملتونه طالبانو ته وریادوي، چې نړیوال بشرپالونکی قانون، د ټولو نړیوالو اوغیرنړیوالو وسله والو جګړو له ښکیلو اړخونو غواړي چې له هغو ټولو کسانو سره چې نیغ په نیغه په جګړه کې ښکیل نه دي او یا یې دغه کار خوشې کړیدی، باید تل انساني چلند وشي.»

یوناما د ۲۰۱۱ زیږدیز کال راهیسې د جګړې اړوندو زندانونو او توقیف خونو څارنه او دغلته د کیدونکي چلند په اړه رپوټ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) چهارشبنې (د وري په ۲۸مه نېټه) د هېواد په بندخونو کې بندیانو د ربړولو او زورلو له کمېدو خبر ورکړی وو، خو زیاته کړې یې وه چې لا هم اوږده لاره پاتې ده تر څو دا حالت پای ته ورسیږي.

د یوناما په خبرپاڼه کې همداراز د طالبانو په زندانانو کې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده

شریک یي کړئ