Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالب بندیانو له ازدولو سره د دوو وژل شویو سرتېرو د کورنۍ مخالفت

په هرات ولایت کې یوه مور چې خپل دوه زامن چې د ملي پوځ سرتېري وو له طالبانو سره په جګړه کې له لاسه ورکړي دي، د طالب بندیانو د ازادولو سره مخالفه ده.

د دغې کورنۍ مور او پلار وايي چې طالبانو د هغوی دوه زامن چې د ملي پوځ په لیکو کې یې خدمت کاوه په یوه ورځ وژلي دي.   

د وژل شویو سرتېرو مور جمیله وايي:«دوه جنازې یې په یوه وار زما کور ته راوړې، خو وروسته بیا دولت زموږ هېڅ پوښتنه ونه کړه. زه له دولته هیله کوم هغه طالبان چې کله نیسي هغوی بندي نه کړي بلکې باید په مرمیو دې وولي او ژوندي یې پرې نه ږدي. زموږ اولادونو څه ګناه کړې وه؟»

د ملي اردو د دوو افسرانو محمد یوسف او عبدالخلیل له وژل کېدو وروسته؛ د اتلس کسیزې کورنۍ مسوولیت د هغوی د سپینږي پلار پر اوږو درنوالی کوي. د دغه پلار او مور د دوو سرتېرو زامنو له وژل کېدو وروسته دا کورنۍ له بې وزلۍ او لوږې سره مخ شوې ده.

د وژل شویو سرتېرو پلار عبدالحلیم په دې اړه وویل:«له ولسمشر او دفاع وزیر څخه غواړم لکه څرنګه چې طالبانو زما اولادونه ووژل هغوی محکمه شي.

طالبان مجرم او قاتل دي او باید له زندانونو ازاد نه شي. طالبان باید یوه موده په بندخونو کې وي چې توبه وکړي او د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي.»

ملي دفاع وزارت وایي چې د ملي اردو د قربانیانو له ټولو کورنیو سره به مرسته وشي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه څرګنده کړه:«ملي دفاع وزارت د ملي پوځ د شهیدانو له کورنیو سره د روژې مبارکې میاشتې او قرنطین په ورځو کې د مرستې یو پراخ پروګرام چمتو کړی او تراوسه د ملي اردو له ډېرو اړمنو کورنیو سره مرستې شوې دي. دا پروګرام د روژې مبارکې میاشتې تر پایه به دوام وکړي او د ملي پوځ ټولې اړمنې کورنۍ به تر پوښښ لاندې راوستل شي.»

د هرات ځينې اوسېدونکي هم د طالب زندانیانو د خوشي کېدو مخالف دي. 

دوی وایي چې له زندانانو د طالبانو خوشي کېدل د امنیتي ځواکونو او ملکیانو وینې ته سپکاوی دی.

د هرات اوسېدونکې بصیره طاهري وايي:«طالبان او داعش جنایت کوي او خلک قرباني کوي خو په بندخونه کې له یوې مودې وروسته ازادېږي او بیاځلې د جګړې لیکو ته ورګرځي او جنایت ترسره کوي.»    

د هرات اوسېدونکې ژاله حکاک څرګنده کړه:«د ټولو لپاره ثابته شوې چې طالبان د افغانستان د خلکو په وړاندې هېڅ ژمنه نه لري او موږ په یو ډول راضي نه یوو چې طالب بندیان ازاد له بندخونو ازاد شي.»

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک له مخې په دې وروستیو کې د افغان حکومت له زندانانونو نږدې زر طالب بندیان خوشي شوي دي.

کارپوهان او خلک په دې باور دي چې د طالب بندیانو له خوشي کېدو سره سره دې ډلې خپل بریدونه زیات کړي او د جګړې ډګرونو ته د خوشي شویو طالب بندیانو د ستنېدو احتمال شته.

افغان حکومت د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، تراوسه زر طالب بندیان ازاد کړي دي.

شریک یي کړئ