Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عارف وزیر او پښتنو د ځنځيري وژلو په غبرګون کې انلاین اعتراضونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې ښځينه غړي د دغه غورځنګ د مشرتابه غړي عارف وزیر د وژنې په غبرګون کې انلاین اعتراضونه پيل کړي دي.

هغوی له نړیوالو غواړي چې د عارف وزیر او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو لورو ته د پښتونو د ځنځیري وژنو په اړه حقیقت موندونکی کمېسیون جوړ کړي.

په دغه نړیوال انلاین اعتراض کې ۶۵ مېرمنو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه او همدارنګه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ګډون کړی دی.

یو له دغو اعتراض کوونکو سحر نورزۍ وايي:«د دغو هدفي وژنو تر شا د چا لاس دی؟ او دا زموږ پښتونو لپاره ډېره اړینه چې پوه شو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې وړانګه لوڼۍ وویل:«پاکستان زموږ هېواد په کرایه نیولی او زموږ هېواد په شعوري توګه د جګړې په ډګر بدل شوی او نن په څرګنده توګه وسله وال کسان چې پر هر نامه دي د پاکستان ادارې له ملاتړه برخمن دي.»

دغه لاریون کوونکي وايي چې نور ځنځيري وژنې د زغم وړ نه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غړې ثنا اعجاز په دې اړه څرګندوي:«له نړیوالو بشري سازمانونو څخه پر پاکستان د بندیز لګولو غوښتونکي یوو چې د پښتونو دغه وژنه ودرول شي.»

د پښتون ژغورنې بله مشرتابه غړې ګلالۍ اسماعیل هم وايي:«په دغو تېرو ۱۴ کلونو کې چې پښتانه وژل شوي باید پوښتنه یې وشي چې ولې وژل شوي دي او عاملین یې باید په سزا ورسېږي او له پښتون بښنه وغواړي.»

ورته مهال، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي چې د پښتونو دښمن نه غواړي چې پښتانه د نورو خلکو په توګه حقوق ولري:«موږ (د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي) دومره یو بل ته وفادار دي چې زموږ د غړو مرګ هم موږ نه کمزوري کوي.»

کابو دوه اوونۍ مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غړی عارف وزیر د وزیرستان په واڼه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.

شریک یي کړئ