Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عامې روغتیا وزارت د مدیریت برخې ۲۳ کارکوونکي بې‎سواده دي

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون په راپور د عامې روغتیا وزارت کې ننګونې په ډاګه کړې او ویلي دي چې که خصوصي روغتیايي بنسټونه خپل کارونه ودروي، نو د هېواد روغتیايي برخه به فلج شي.

د دغه کمېسیون یوه تازه رپوټ کې موندل شوي چې د هېواد روغتیا برخه باندې د خورا زیاتو پی‎سو لګېدو سره سره خلکو ته کېدونکي روغتیايي خدمتونه ښه کیفیت نه لري.

د روغتیا وزارت اړوند ریاستونو ترمنځ کاري مداخلې، پر روغتونونو د څارونکو د شمېر کمښت او د ښځینه کارمندانو د شمېر لږوالی دغه وزارت کې جدي ستونزې یادې شوي.

د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون رپوټ کې ویل شوي چې د عامې روغتیا وزارت د مدیریت ترکچې څوکیو کې نالوستي کسان په دنده ګومارل شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون په رپوټ کې خبرداری ورکړ شوی که نادولتي ادارې خپلې مرستې بندې کړي د هیواد د روغتیا برخه به په ټپه ودریږي.

ددې کمیسیون د رپوټ له مخې چې د پنځو میاشتو په اوږدو کې په کابل او د هېواد په اوو برخو کې د روغتونونو، روغتیایي مرکزونو او د عامې روغتیا وزارت د اړوندو ادارو د فعالیتونو په اړه برابر شوی د دې ښودنه کوي چې په ځینو برخو په تیره بیا د پروګرامونو د عملي کولو په کار کې له پرمختګونو سره سره په نوموړي وزارت کې ډیرې ستونزې شته.

په دې رپوټ کې راغلي چې آن یو شمېر نالوستي کسان د عامې روغتیا وزارت د مدیریتونو په بستونو کې ګمارل شوي دي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي دي چې د عامې روغتیا وزارت په ۱۳۵۶۲ کارکونکو کې ۳۴۸۵ تنه د دوولسم ټولګي فارغان او ۲۳ تنه نالوستي د مدیریت په بستونو کې او همداراز۴۴ تنه په منځنیو زده کړو سره په پنځم او شپږمو بستونو کې ګمارل شوي دي.

د ادازی اصلاحاتو ادارې شکایتونو ته د رسېدنې بورد رئیس، روح‎الله امین وايي:«ځیني ځایونه وه چې موږ ورته لاسرسی پیدا نکړ، ځیني یې د امنیت او ځیني هم دا چې یو شمېر ادارې همکارې نه وې.» 

د افغانستان رڼښت بنسټ څېړونکی، ناصر تیموري وايي:«د افغانستان د روغتیا په سکتور کې اصلاحاتو ته کمه پاملرنه شوې ده او یو شمېر مواردو کې هېڅ ورته پام نه دی شوی لکه د بشري سرچینو په برخه کې او د ننه ‎څار په برخه کې.»

د عامې روغتیا وزارت د ریاستونو او همداراز د عامې روغتیا او بهرنیو بنسټونو ترمنځ د واکونو نه روڼتیا، د څارونکو کمښت، د روغتونونو د کارونو او روغتیايي خدمتونو د څرنګوالي د څارنې نشتوالی، د مرکز او ولایتونو په روغتونونو کې د پاکۍ او نظافت نه شتون، د روغتونونو د کارکونکو او ناروغانو ستونزو ته نه پاملرنه په نوموړي وزارت کې جدي ننګونې بلل شوې دي.   

په دې رپوټ کې راغلي چې آن یو شمېر نالوستي کسان د عامې روغتیا وزارت د مدیریتونو په بستونو کې ګمارل شوي دي

شریک یي کړئ