Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عبدالله ویاند: د سیاسي کړکېچ د حل لپاره هڅې بې پایلې وې

د ارګ او سپیدار ترمنځ د هوکړې لپاره د ولسمشر غني د پنځه ورځني ورکړل شوي وخت له پای ته رسېدو سره هم مهاله، د عبدالله عبدالله ویاند وايي چې په دې لړ کې د سیاستوالانو هڅې بې پایلې پای ته ورسېدې او ښاغلی عبدالله به ډېر ژر خپل د حکومت طرحه عملي کړي.

د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون نن له غرمې وروسته (جمعه د وري په ۲۲مه) طلوع نیوز ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې د حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف په ګډون ځینو سیاسي څېرو د رامنځته شوي سیاسي جنجال د هواري لپاره هڅې وکړې؛ خو اشرف غني لا تر اوسه په دې اړه نرمښت نه دی ښودلی؛ نو له دې سره عبدالله عبدالله او پلویان یې د خپل حکومت د جوړولو لپاره بحثونه پیل کړي دي.

ښاغلي خوځون زیاته کړه:«د دغه کړکېچ د ناوړه پایلې په هکله یا نه دي پوه شوي او یا هم ځان نه پوه وي. موږ پوهېږو چې د دغې ستونزې پایله به څه وي. له همدې امله نرمښت مو وښود، اوس چې هر ډول وضعیت رامنځته شي مسوولیت یې د هغو کسانو په غاړه دی چې هغوی نه تسلیمېږي.»

له هغې وروسته کله چې د ولسمشر غني خوا د کابینې معرفي کول، د عبدالله عبدالله له نیوکې سره مخ شول، اشرف غني دغه بهیر د پنځو ورځو لپاره - چې نن یې وروستۍ مهلت دی - ودروه، او وې ویل چې په دې موده کې به څوک په حکومت کې ونه ګومارل شي. 

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، چې د خبرو  دروازه لاتر اوسه پرانستې ده او ولسمشر هم د اساسي قانون پر بنسټ د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو غوښتونکی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود په دې اړه وویل:«د افغانستان له سیاسي مشرانو سره لیدنې شوې دي او موږ هیله لرو چې په واقعیت کې د قانون د حکمونو او د اساسي قانون چوکاټ پر بنسټ هوکړو ته ورسېږي.»

خو ځینې هغه کسان چې په دې وروستیو ورځو کې یې د شته سیاسي جنجال د حلېدو په موخه له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره کتلي؛ دواړه لوري د خلکو پر وړاندې پر بې پروايۍ تورنوي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار په دې اړه وايي:«له بدغه مرغه چې دوی (اشرف غني او عبدالله عبدالله) نه درک کوي. فکر کوي چې هر څه پر خپل ځای دي او نورمال دي. پر دې بنسټ، د افغانستان راتلوونکې ته ډېر خرابې پایلې متوجه دي.»

له بل لوري عبدرب الرسول سیاف ته نږدې کسان وايي، که چېرې اشرف غني او عبدالله عبدالله په دې اړه نرمښت ونه ښيي؛ نو افغانستان به له تازه ناورینونو سره مخ شي.

عبدرب الرسول سیاف ته نږدې کس داوود کلکانی څرګندوي:«اړینه ده چې اختلافونه لیرې کړي او یوې مناسبې حل لارې ته سره ورسېږي چې موږ وکړای شو د ترهګرۍ په وړاندې هم او د کورونا په وړاندې هم مبارزه وکړو.»

د ویلو ده چې تر دې مخکې د امریکا استازو هم څو وارې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د رامنځته شوي سیاسي جنجال د هواري لپاره هڅې کړي؛ خو پایله یې نه ده ورکړې او بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره له کېدونکو مرستو د یو میلیارد ډالرو د راکمولو او همداراز له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وېستنې خبرداری ورکړی دی. 

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې تراوسه د خبرو اترو دروازه پرانیستې ده او ولسمشر د اساسي قانون پر بنسټ د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی.

شریک یي کړئ