د بلخ د ولایت له مقام څخه د عطا محمد نور د ګوښه کېدو د غبرګونونو په لړ کې، د ولسي جرګې ځینو غړي وايي چې د ولایت څوکۍ میراثي نه دي.
دغه استازي ټینګار کوي چې د دولتي چارواکو ګمارل او ګوښه کول د حکومتوالۍ په کار کې یو قانوني اصل دی او حکومتي چارواکي کله چې ګوښه کړل شي، باید را ونه پارېږي.
د ولسي جرګې غړې راضیه منګل وايي:«دی (عطا محمد نور) یو کس دی، هېڅ کار نه شي کولای د افغانستان خلک اوس هوښیار شوي دي.»
د ولسي جرګې بله غړې لیلما عمري حکمي زیاته کړه:«کله چې ولسمشر یو کس لیرې کوي په دې مانا نه دی چې د حکومت په کار کې هر څوک لاسوهنه وکړي.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې ځينې غړي له بلخ ولایت څخه د عطا محمد نور ګوښه کول او همدارنګه د کندهار ولایت د امنیه قومندان جنرال رازق د ګوښه کولو لپاره د حکومت هڅې ناسمې بولي او
ولسمشر د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو د هوکړې د پلي کولو په نه ژمنتیا تورن وي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي وویل:«استاد عطا یو ښه شخصیت دی او ټول ورته درناوی لري او دا درناوی ورته د ویاړ وړ دی خو موږ باید له قانون څخه ملاتړ وکړو.»
د پارلمان بل غړی حضرت علي څرګنده کړه:«استاد عطا یا عبدالرازق کهچېرې په دغو ورځو کې ګوښه کړل شي تاسو ته وایم په هغو سیمو کې هم ناامني زیاتېږي.»
ارګ تېره اوونۍ وویل چې د بلخ د ولایت له څوکۍ یې د عطا محمد نور استعفا منظور شوې او د جمعیت اسلامي ګوند غړی انجنیر محمد داوود یې د ښاغلي نور ځای ناستی معرفي کړ.