د غزني ولایت پولیس نن(سېشنبې د غبرګولي ۱) وايي چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت پر جغتو او دهیک ولسوالیو بریدونه وکړلچې اوسمهال ورسره افغان ځواکونه پر نښتو بوخت دي.
په همدې حال کې ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازی، عارف رحماني د یادو ولسوالیو حالت د اندېښې وړ بولي او تائيدوي چې طالبانو پر دې ولسوالیو بریدونه کړي دي.
ښاغلی رحماني وړاندې وايي چې د جغتو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ د طالبانو لاسته لوېدلې او یو شمېر افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دی زیاتوي چې د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندان او د پولیسو ریزرف قطعې قومندان هم له طالب وسلهوالو سره نښتو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو د غزني ولایت امنیتي چارواکو د پولیسو یادو مقامونو وژل کېدل نه دي تائيد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې طالبانو پر اجرستان ولسوالۍ بریدونه وکړل او د غزني له مرکز څخه د دې ډلې ځپلو په موخه کمانډو ځواکونه ورواستول شول.
د یکشنبې له غرمې مخکې افغان ځاګړې ځواکونه دې ولسوالۍ ته پر لاره وو چې طالب وسلهوالو د دې ولسوالۍ د نیولو اعلان وکړ.