Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غني او شینزو آبه لیدنه؛ د همکاریو د پراختیا ژمنې

ولسمشر غني د جاپان له لومړي وزیر، شینزو ابه سره لیدلي او دواړو خواوو د همکاریو د دوام، په افغانستان کې د پانګونې په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې، د سولې، ثبات او امنیت په اړه خبرې کړې دي.

دغه لیدنه چې نن(چهارشنبې لړم په لومړۍ نېټه) ترسره شوې ولسمشر غني جاپان سره د افغانستان اړیکې دوامداره او ستراتېژیکې بللې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني ویلي دي:«هغه د جاپان د مالي او سیاسي ملاتړ، د سولې په پروسه کې د افغان حکومت له دریځ او د جاپان د غیر حکومتي بنسټونو د مرستو مننه وکړه او وې ویل، د جاپان مرستې په مختلفو برخو کې د انکشاف لامل شوې دي او په اغېزناک ډول له دغو مرستو استفاده کېږي.»

ښاغلي غني هېواد کې د کانونو په برخه کې د پانګونې په تړاو څرګنده کړې ده:« په افغانستان کې د کانونو قوانین په معیاري ډول بدل شوي او د کانونو په برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې او د افغانستان کانونه پانګونې ته اماده دي. هغه د جاپان لومړي وزیر څخه وغوښتل چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي او همداراز ددې هیواد پانګه وال پانګونې ته وهڅوي.»

د خبرپاڼې له مخې د جاپان لومړي وزیر ویلي چې جاپان د ظرفیت لوړولو او سواد زده کړو په برخو کې د افغانستان د پراختیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې شینزو آبه د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانانو د جدي مبارزې ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده:«هېواد یې هیله لري او هڅه کوي ترڅو افغانستان کې سوله او ثبات تامین شي.»

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په مانا ده.

د جاپان لومړي وزیر څرګنده کړې چې، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي او په دې برخه کې د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

ولسمشر غني د جاپان نوي امپراتور د تاج اېښودو په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

د جاپان لومړي وزیر څرګنده کړې چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره او په دې برخه کې د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي

شریک یي کړئ