Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فاریاب المارو ته د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

دفاع وزارت د فاریاب ولایت المارو ته د طالبانو لخوا د نومول شوي ولسوال له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې نن(دونشبې د لیندۍ په ۴مه نېټه) راغلي دي چې د طالبانو لخوا نومول شوی ولسوال، مولوي عبدالغفار نومېده او د المارو ولسوالۍ په "خواجه گوهر" کلي کې د هوايي برید په پایله کې وژل شوی دی.

خبرپاڼه همداراز وايي چې په دغه برید کې درې نور طالب وسله وال هم وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

دفاع وزارت همداراز ویلي چې په هوايي برید کې د وسله والو شپږ موټر سایکل هم له منځته تللي دي.

دفاع وزارت وايی چې المارو ته د طالبانو نومول شوی ولسوال له دریوو نورو طالب وسله‌والو سره د هوايي برید په ترڅ کې وژل شوی دی

شریک یي کړئ