ملي دفاع وزارت په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې د فاریاب ولایت بلچراخ ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي چې دا ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په یوه څو ورځني عملیات کې تېره شپه ناوخته د دغو ځواکونو لاس ته ورغله.
هغه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فاریاب ولایت بلچراع ولسوالۍ کابو یو کال مخکې د طالب ډلې په یوه برید کې د دغې ډلې لاس ته ورغله.
ملي دفاع وزارت وايي چې طالبانو په دغې موده کې د بې ګناه خلکو په برمته کولو، له خلکو باج اخیستل لاس پورې کړې او ښوونځي یې تړلي دي.