د فاریاب ولایتي شورا یو غړی وايي چې څلویښت تنه کمانډو د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې د طالبانو لخوا کلابند شوي دي.
صبغتالله سېلاب ګواښ کوي که دې ځواکونو ته مرسته ونه رسیږي نو ښایې د طالبانو لاسته ولوېږي.
د ولایتي شورا دا غړی د سرحوض سیمه د طالبانو لپاره مهمه بولي او وايي چې دا ډله هڅه کوي تر څو ځانونه سربند سیمې ته ورسوي.
دی زیاتوي:«تيره شپه یې بله لار چې د یکهتوت او سرحوض ترمنځ ده، وتړله او څلویښت تنه کمانډویې ځواکونه د اوبو او خوړو نشتوالي له کبله د دوی په کلابندۍ کې دي.»
په همدې حال کې اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله هم په فاریاب ولایت کې د امنیتي حالت په اړه اندېښنه لري او له مسوؤلو بنسټونو غوښټنه کوي تر څو ورته پام وکړي.
ده څرګنده کړې:«په سر حوض سیمه پر ځواکونو چې مقاومت یې کړي فشارونه زیات دي او په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت پام غواړو.»
خو د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري څرګندوي چې په فاریاب کې عملیات روان دي.
دی وړاندې وايي:«موږ هلته عملیات درلودل او ښه هم روان دي، او ښې لاسته راوړنې مو درلودي.»