Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قرباني ځواکونو کورنۍ: د سولې بهیر کې له پامه غورځول شوي یوو

ځينې معلولان او د امنیتي ځواکونو د قربانیانو کورنۍ وايي چې د سولې په بهیر کې ورته ونډه نه ده ورکړل شوې او له پامه غورځول شوي دي.

دغه معلولان او د امنیتي ځواکونو د قربانیانو کورنۍ له حکومت، نړیوالې ټولنې، او سیاستوالو غواړي چې د پخلاینې مشرتابه شورا او د سولې په مشورتي جرګه کې باید هغوی هم استازي ولري.

جواد چې دوولس کاله یې په ملي اردو کې خدمت کړی، کله یې چې غوښتل په کندوز ولایت کې یو مین خنثا کړي، پرې وچاودېد او دواړې پښې او د یوه لاس ګوتې یې پرې شوې او همداراز یې د سترګو لید ولاړ.

د ملي اردو پخوانی افسر جواد محمدي وویل:«په هغه مېز کې چې هلته سوله، هلته زموږ څوکۍ خالي ده؛ څوک زموږ استازيتوب نه کوي. پر موږ څوک حساب نه کوي، د شهیدانو کورنۍ نه حسابوي . موږ له نړیوالې ټولنې او دولت څخه غواړو دا ګیله لرو، موږ چې د ټولنې یوه ستره برخه یوو ولې یې موږ هېر کړي یوو.»

دا بل ځوان چې محمد شریف نومېږي په خوست ولایت کې په جګړه کې سخت ټپي او فلج شوی.دوی وايي، په داسې حال کې چې د جګړې اصلي قربانیان دي، خو حکومت هېر کړي دي.

د ملي اردو پخوانی افسر محمدشریف زیاتوي:«له موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې، شهدا او معلولینو ته باید پاملرنه وشي.»

په ورته وخت کې ځينې هغه مېرمنې چې د هغو امنیتي ځواکونو د کورنیو غړې دي چې قرباني یې ورکړې. دوی وايي، حکومت په تېره ولسمشر له دوی سره پر هېڅ ژمنه وفا نه ده کړې.

د وژل شوي پوځي مېرمن قمرګله وايي:«موږ د دولت پاملرنه غواړو؛ له موږ ملاتړ وکړي، موږ وپوښتل شو، دوه نیم کاله شول چې زوی مې شهید شو خو دولت تر ننه زموږ پوښتنه ونه کړه، چې تاسې کومه غوښتنه لرئ، اقتصادي وضعیت مو څنګه دی؟»

د وژل شوي پوځي مېرمن وحیده هم څرګندوي:«موږ له دولته غواړو لکه څرنګه چې د ټولنې نور کسان حق او حقوق لري، هماغه ډول د شهیدانو او معلولانو کورنیو ته هم حقوق ورکړي.»

له امنیتي ځواکونو د ملاتړ بنسټ وايي، حکومت د مصالحې په مشرتابه شورا او د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د امنیتي ځواکونو د قربانیانو د استازو د ګډون په اړه د دې بنسټ لیک ته پام نه دی کړی.

تراوسه د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کره شمېر نه دی معلوم، خو څو میاشتې مخکې ولسمشر د خپل حکومت په موده کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر ۴۵ زره تنه اعلان کړ.

شریک یي کړئ