Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر خبرو اترو شپږم پړاو؛ خلیل‎زاد له طالبانو غوښتي چې سوله وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‎زاد وايي چې په قطر کې له طالب استازو سره د شپږم پړاو خبرو په پيل کې له هغوی غوښتي چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

د خلیل‎زاد او طالبانو شپږم پړاو خبرې اترې، د چهارشنبې په ورځ (د غوايي په ۱۱مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې.

ښاغلي خلیل‎زاد له طالبانو د خبرو اترو په دویمه ورځ، په خپل ټوېټر پاڼه لیکي چې هغه له دغې ډلې غوښتي چې خپله وسله پر ځمکه کېږدي:«د دغو خبرو اترو په پرانیسته کې، طالبانو ته مې ټینګار وکړ چې افغانان - چې ستاسو خویندې او وروڼه دي غواړي چې جګړه پای ته ورسېږي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې خپله وسله پر ځمکه کېږدئ، تاوتریخوالی بس او سوله وکړئ.»

د ښاغلي خلیل‎زاد په وینا، د خبرو اترو په دغه پړاو کې، څلور بنسټيزې موضوعګانې - له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د دې په اړه چې له افغانستانه به هېڅ هېواد نه ګواښل کېږي د ضمانت ورکړې، د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو پیل او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی به د هغوی د بحث چورلیز وي.

زلمي خلیل‎زاد ټینګار وکړ تر هغې چې د دغو څلورو موضوعګانو په اړه هوکړه ونه شي، پر بلې هېڅ موضوع به هم هوکړه ونه‎شي. 

د خلیل‎زاد او طالب استازو شپږم پړاو خبرې اترې، د چهارشنبې په ورځ (د غوايي په ۱۱مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې.

شریک یي کړئ