Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لاجورد په نوم د افغانستان د فلم لومړنی ملي فېسټيوال

د لومړي ځل لپاره سږ کال د «لاجورد» په نوم د افغانستان فلم ملي فېسټيوال په لیندۍ میاشت کې د لسو ورځو لپاره جوړېږي.

د لاجورد فېسټیوال د دوه میاشتو لپاره یعنې د زمري له ۱۵مې د تلې تر ۱۵مې دننه او له هېواده بهر افغان فلم جوړونکو ته د دې موکه ورکوي چې خپل فلمونه د سیالۍ لپاره په دغه فېسټیوال کې نوماند کړي.

هر کال په هېواد کې د هرات ښځو او مهرګان فلم فېسټيوالونه جوړېږي، خو دا لومړی ځل دی چې حکومت داسې فېسټيوال جوړ وي.
  
په دغه فېسټیوال کې هغه فلمونه چې د ۱۳۸۲ تر ۱۳۹۹ کال پورې جوړ شوي په پنځو برخو کې د جایزې د ګټلو لپاره نوماندېږي.

په دغه فېسټیوال کې به، شل داستاني فلمونه، ۴۰ لنډ فلمونه، ۱۵ داستاني مستنده، ۳۰ لنډ مستندونه او ۵ انېمیشن فلمونه به سره سیالۍ وکړي.

ګټوونکي فلمونه به د روان کال په لیندۍ میاشت کې اعلان شي.

د لاجورد فېسټيوال جوړونکې مریم جهان بین په دې اړه وویل:«د افغانستان لومړنۍ دولتي سینمايي فېسټيوال دی. موږ بلنلیک خپور کړ. دغه بلنلیک تر دوه میاشتو وخت لري او د اثارو په ترلاسه کولو کې هېڅ محدودیت نه لرو.»

د افغان فلم له جوړېدو د ۵۲ کلونو له تېرېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې، د حکومت له لوري د فلمونو ملي فېسټیوال جوړېږي.

د افغان فلم رییسه صحرا کریمي څرګندوي:«دا فېسټيوال په خپله د دې لامل کېږي چې لږ تر لږه په خپله فلم جوړونکي وهڅول شي چې ښه فلمونه جوړ کړي. ځکه چې هر کال ارزول کېږي او د یو هېواد پر سینمايي پروګرامونو او فلم جوړونې هم یو مرور کېږي.»

خو د دغه فېسټیوال په یوې بلې برخه کې له سیالۍ پرته له ځانګړو داستانونو سره به ځینې نور فلمونه هم غوره شي.

شریک یي کړئ