Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوګر خلک د دغه ولایت پوهنې ریاست ته نوی معرفي شوی رییس نه مني

په لوګر کې له ځينې ماشومانو د جنسي استفادې د تورونو له ټولیز کېدو وروسته، د دغه ولایت د پوهنې ریاست پُست جنجالي شوی دی.

که څه هم د لوګر د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال د دغو تورونو له خپرېدو وروسته اړ شو چې له خپلې دندې استعفا وکړي، خو له دوه ورځو راهیسې د دغه ریاست کارکوونکو او د لوګر د ولایتي شورا غړي د نثاراحمد سعیدي معرفي کېدل نه مني او هغه یې له دغه ریاسته ایستلی دی.

د لوګر ولایت د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال د ولسمشر د حکم پر بنسټ د ولسي جرګې د دارالانشا د خدماتي او حقوقي سلاکار په توګه ګومارل شوی دی.

او نثار احمد سعیدي د پوهنې وزارت لوړپوړی سلاکار تر هغه مهاله د لوګر د پوهنې ریاست د چارسمبالي په توګه ګومارل شوی څو په شرایطو برابر کس د دغه ریاست لپاره معرفي شي. چې د پوهنې وزارت دا کړنه د پوهنې ریاست د کارکوونکو او د دغه ولایت د ولایتي شورا او خلکو له غبرګون سره مخامخ شوه.

نثار احمد سعیدي د دوشنبې له غرمې مخکې د لوګر د والي له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته معرفي شو او له هغې وروسته د پوهنې ریاست ځینو کارکوونکو، د ولایتي شورا غړو او د دغه ولایت خلکو د دغه ریاست په انګړ کې سره راغونډ او هغه یې ونه مانه او د دوشنبې پر ماښام یې د پوهنې رییس یې د دغه ریاست پرېښودو ته اړ کړ. 

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وايي چې د پوهنې د رییس په توګه معرفي شوی کس په کندهار کې ټولنیزه دوسیه لري او د پوهنې وزارت یې په سلیقه ‎يي چلند تورن کړ.

هغه زیاته کړه چې خالي بستونه لومړی د لوګر د خلکو حق دی او هغه کسان چې په دغه ریاست کې دنده ترسره کوي.

ښاغلي ستانکزي څرګنده کړه که چېرې دغه ستونزه حل نه شي، د زورواکو په وړاندې به مبارزه وکړي.

د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران د لوګر ولایت د پوهنې په ریاست کې رامنځته شوې ستونزې د رییسانو نه پوهاوی ګڼي چې د لوګر له دود او دستور سره یې بشپړ مالومات نه دی لرلی او بالاخره د هغه پایله ټولو ننداره کړه چې پوهنه یې بدنامه کړه.

مېرمن هجران زیاته کړه چې د لوګر پوهنې ریاست کې ډېر کدرونه دي چې باید دغه ریاست رهبري کړي او د لوګر د خلکو، زده کوونکو او د پوهنې له لاسه تللی عزت خوندي کړي.

له دې ټولو سره د لوګر د پوهنې ریاست نوی سرپرست وايي چې د پوهنې په برخه کې خدمت کولو لپاره ټینګ هوډ لري، هغو هغه کسان چې د نوموړي په وړاندې، درېدلي، هغوی یې په ناسالمې او شخصي سیالیو تورن کړل او زیاتوي چې هغه د پوهنې وزارت په حکم ګومارل شوی دی. 

شریک یي کړئ