د لوګر د ولایتي شورا غړې، نفیسه هجران له خپل موټر چلوونکې سره د وسله وال برید په ترڅ کې ټپې شوې ده.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، شاه پور احمدزی نن(دوشنبې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) وايي پېښه سهار د لوګر مرکز پل علم کې شوې او یوه وسله وال کس د آغلې هجران په موټر ډزې کړې دي.
هغه زیتوي چې د آغلې هجران روغتیايي حالت ښه او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوې ده.
ښاغلی احمدزی همداراز وايي، پولیسو برید کوونکی له یوې تومانچې سره نیولی دی او څېړنې یې ترې پیل کړې دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.