Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لویې جرګې د ترسراوي په وړاندې غبرګونونه

د سولې مشورتي لویه جرګه چې نن جمعه (د زمري په ۱۷مه)پيل شوه له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده ، ځینې د دغې جرګې ترسراوی په هېواد کې د سولې لپاره مهم ګڼي خو ځينې نور بیا په دې باور دي چې حکومت د دغې جرګې له جوړېدو سره د خلک سترګو ته خاورې شیندي.

دا جرګه چې نن پيل شوه، ټاکل شوې تر دوه نورو ورځو دوام وکړي. د دغې جرګې ګډونوال، حکومت ته مشوره ورکوي چې ایا ۴۰۰ طالب بندیان به له بنده ازاد شي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له خولې راغلي دي چې طالبانو ژمنه کړې ده چې د دې ډلې د څلور سوه بندیانو له خوشي کېدو وروسته به د افغانانو تر منځ خبرې پېل شي او تاوتریخوالی به کم شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي چې که د لویې جرګې غړي د پاتې طالب بندیانو له خوشي کېدو سره هوکړه وکړي؛ امریکا به یې ترڅنګ ودرېږي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم هیله څرګنده کړې ده چې په دې جرګې سره به تاوتریخوالی کم شي او د سولې پر وړاندې شته خنډونه به لرې شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم وايي که چېرې د لویې جرګې غړي د طالبانو د پاتې بندیانو د خلاصون لپاره هوکړه وکړي، امریکا به د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړی استازی مارکوس هم هیله څرګنده وي چې د دغې لویې جرګې له ترسراوي سره تاوتریخوالی کم شي او د سولې په وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي. 

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عمرزاخیل وال هم وویل:«۴۶۰۰ بندیان هم چې ازاد شوي د امریکا د فشار پر بنسټ و او ۴۰۰ نور هم زه باوري یم چې د امریکا د فشار له امله به بالاخره ازادېږي. که چېرې جرګه هم جوړه نه شي ازادېږي.» 

ولسمشر حامد کرزي هم د مشورتي لویې جرګې جوړېدل ستایلي دي او د مشورتي لویې جرګې رییس عبدالله عبدالله هم له دې جرګې نه د ځینو کورنیو سیاستوالو او د نړۍ د هېوادونو د ملاتړ خبره کوي.

خو د صلاح الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت او دغه راز ځينې نور ګوندونه د دې جرګې جوړېدل ننداریز او د خلکو سترګو ته د خاورې پاشل ګڼي او وایي چې دا هڅې افغانستان ریښتینې سولې ته نه رسوي.

د ملي پېوستون د نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«په یقنین سره حکومت ځينې نور شیان هم په فکر کې لري چې غواړي له دې لویې جرګې استفاده وکړي.»

بل خوا د بشري حقونوکمېسیون او ځينې حقوق پوهان د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو خوشي کېدل چې د محکمې له لوري په بېلابېلو جرمونو مجرم پېژندل شوي دي؛ اندېښمنوونکي بولي. 

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ وویل:«له قید او شرط پرته د هغو کسانو ازادول چې په جنايي جرمونو محکوم دي اندېښمنوونکي دي.   

حقوق پوه آرش شهیرپور هم څرګندوي:«دا جرګه د افغانستان د خلکو د وخت، د افغانستان د خلکو د بودیجې ضایع کول دي او بالاخره د افغانستان په ټولنه کې د حقوقي افت رامنځته کول دي؛ بل څه نه شي کولای.»

دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې رییس د پارلمان په شتوالي کې د دې جرګې جوړېدل ناقانونه وبلل او پرون د ولسي جرګې اداري پلاوي له حکومتي پلاوي سره د تړلو دروازو ترشا خبرې وکړې او اوس مهال د ولسي جرګې د رییس په ګډون د دواړو جرګو ګڼو غړو په دې جرګه کې ګډون کړی دی.

د دې جرګې پر محتوا او صلاحیتونو سربېره؛ دې جرګې ته د ۳۳۰ مېلیونه افغانیو ځانګړې کېدل هم له نیوکو سره مخه شوي دي.

شریک یي کړئ