Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مارشال فهیم له پوځي پوهنتونه د ملي پوځ ۲۴۳ افسران فارغ شول

په هېواد کې د جګړې له زیاتېدو سره جوخت د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۱ مه) په کابل کې د مارشال فهیم له پوځي پوهنتونه د ملي پوځ ۲۴۳ افسران فارغ شول.

د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامي چې د دغو افسرانو په فراغت غونډه کې وینا کوله، وویل د افغانستان پوځ په داسې حال کې چې د سولې له بهیره ملاتړ کوي، د خپلې خاورې د دفاع لپاره هم چمتو دي.

ښاغلي بهرامي هغه څرګندونې چې له دې وړاندې په لوی اختر کې له طالبانو سره د اوربند په اړه وې تاییده وي.

هغه زیاته کړه:« په ټول توان سره د سولې پروګرام تعقیبوو، موږ به د اوربند دویمې مرحلې ته لاړ شو او د شته فعالې ډیپلوماسۍ په نظر کې نیولو سره به تل پاتې سولې او ټیکاو ته ورسېږوو.»

په ورته وخت کې ملي دفاع وزیر په ټاکلي نېټه د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په ترسره کېدو او د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ.

د ملي دفاع وزیر څرګنده کړه:« د ملي اردو رول دا دی چې مونږ دوه دندې لروو، یو د دې پروسې د امنیت ټینګښت دی او دویم د یوه اوسېدونکي په حیث رایه ورکوو، خو ملي اردو حق نه لري چې له یو مشخص نوماند څخه ملاتړ وکړي.»

دغو افسرانو د اوسنیو ګواښونو پر اساس د دې ګواښونو د مدیریت په موخه روزل شوي، او ۳۵ نجونو هم په نظامي برخه کې یو کلنه روزنه ترلاسه کړې ده.

د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون د افسرانو د اکاډمۍ قومندان شریف شریفي وویل:«د افغانستان له ملي پوځ سره د دوی یوځای کېدل، د سولې او امنیت د تامین لپاره زموږ د هېوادوالو د هیلو لامل کېږي.»

د مارشال فهیم د دفاعي پوهنتون قومندان احسان الله عظیم په ډاګه کړه:« په هر ځای کې په دندو ګمارل کېږئ نو په ریښتینې توګه یې سرته ورسوي.»

دغه ځواکونه اوس کمانډويي روزنه وي او له هغې وروسته په یوې ځانګړې څانګه کې تخصص اخلي.

فارغ شوی سرتېری هدایت وايي:« د یوه پیاوړي سوک په څېر د دښمن پر وړاندې درېږو او نه پرېږدو چې افغانستان ته زیان ورسوي »

بل فارغ شوي سرتېري جمشید زیاته کړه:« موږ د اوسپنیز غره په څېر د هغوی په وړاندې ولاړ یوو او د هېواد له ناموس او واکمنۍ څخه دفاع کوو »

په تېرو پنځو کلونو کې ۳۶۰۰  افسران له یاد پوهنتون څخه فارغ شوي دي او د افغانستان د جګړې یوه برخه پرمخ وړي.

په تېرو پنځو کلونو کې ۳۶۰۰  افسران له یاد پوهنتون څخه فارغ شوي دي او د افغانستان د جګړې یوه برخه پرمخ وړي. دم ګړۍ په دغه پوهنتون کې ۶۵۰ تنه په زړه کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ