Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتو پخوانی وزیر استیناف محکمه سپين وباله

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د استیناف محاکمې په دویمه ورځ چې نن (یکشنبې چنګاښ په ۳۰مه) جوړه شوې وه، له درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د محکمې له خوا سپين وبلل شو.

عبدالرزاق وحیدي چې په وري میاشت کې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په یوه غیابي محکمه کې مالیې وزارت کې د خپل کاري پېر پر مهال له خپلو واکونو په ناوړه استفادې مجرم پېژندل شوی و. هغه له هغې مودې تراوسه بندي و. 

ښاغلی وحیدي له دې مخکې چې د مخابراتو وزارت مسوولیت ترلاسه کړي، د مالیې وزارت مرستیال و.

د ښاغلي وحیدي د استیناف محاکمې لومړۍ ورځ تېره ورځ (شنبې د چنګاښ په ۲۹مه) وه، خو د دغې محکمې پرېکړه د نن لپاره پاتې شوې وه.

له دې مخکې عبدالرزاق وحیدي د خپل وزارت پرمهال د مېلیونونه افغانیو په حیف او میل  تورن و او ولسمشر غني هغه د دغو تورونو په تړاو د مخابراتو له وزارته ګوښه کړ.

خو تېر کال د مرغومې په میاشت کې، هغه د دغې قضیې په تړاو د وزیرانو له ځانګړې محکمې سپين ختلی و.

عبدالرزاق وحیدي د خپل وزارت پرمهال د مېلیونونه افغانیو په حیف او میل  تورن و او ولسمشر غني هغه د دغو تورونو په تړاو د مخابراتو له وزارته ګوښه کړ.

شریک یي کړئ