Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مردیان ولسوالۍ پر قومندانۍ برید؛ ۱۸ طالب اورپکي وژل شوي

د جوزجان ځايي چارواکو وايي چې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۰مه) د دغه ولایت د مردیان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د برید په پایله کې ۱۸ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې دغې پېښه کې د طالبانو د دوه مهمو قومندانانو اقاري امان الله او قاري اغا نظر په ګډون ۱۸ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.

چارواکي د دې پخلی کوي چې په دغې نښته کې، څلور تنه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان دي.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.   

د جوزجان ولایت د مردیان لسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید کې ۱۸ تنه طالب اورپکي وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ