Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مرکزي بانک ګوښه کړل شوي کارکوونکي: له موږ سره سیاسي چلند شوی

د مرکزي بانک دوه تنه ګوښه کړل شوي چارواکي، د دغه بانک سرپرست اجمل احمدي په سیاسي چلند تورن وي او عدالت غواړي.

د مرکزي بانک دویم مرستیال قسیم رحیمي او د مالي څانګې رییس یونس سادات د اجمل احمدي له لوري د دوی ګوښه کېدل صحرايي محکمه ګڼي.

په دې وروستیو کې د مرکزي بانک څلور لوړپوړي چارواکي ګوښه کړل شوي دي.
 
د افغانستان بانک لرې کړای شوی مرستیال محمد قسیم رحیمي وویل:«که چېرې کومه سرغړونه، کومه تېروتنه کومه ناوړه استفاده شوي وي،باید د قانون په سمون کې باید څارنوالۍ ته معرفي شم او هغوی خپل د تفتیش او څېړنې کار پیل کړي او له هغې وروسته محکمه زما په اړه پرېکړه وکړي.»

د افغانستان بانک ته د اجمل احمدي له راتلو شل ورځې تېریږي. د افغانستان بانک دا لرې کړای شوي چارواکي ادعا لري چې اجمل احمدي له ځان سره یوه لس کسیزه ډله چې هېڅ رسمي مسوولیت او د بانکوالۍ تجربه نه لري راوستي ده.

دا لرې کړای شوي مسوولان وایي، اندېښمن دي که چېرې دا وضعیت دوام ومومي د هېواد د نهه مېلیارد ډالرو زیرمې به له ستونزو سره مخ شي.
   
د افغانستان بانک پخوانی مالي رییس سید یونس سادات څرګنده کړه:«د اسنادو نشتون تر دې کچې زیات دی چې د نورو مالي او پولي بنسټونو حقونه تر پښو لاندې کېدای شي. نو هغه کس چې د افغانستان بانک کې رسمیت نه لري، هغه باید هېڅ رپوټ ترلاسه نه کړي.»

بلخوا د مدني ټولنې ځينو بنسټونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر له لوري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه د اجمل احمدي ټاکل او دغه راز د خپلو مرستیالانو او ځينو نورو کارکوونکو د لرې کولو لپاره د ښاغلي احمدي هڅې د پوښتنې وړ او سیاسي بولي.
 
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رییس اکرام افضلي وايي:«د افغانستان بانک رییس باید غیرسیاسي کس وي او په بانک پورې اړوند ټول اقدامات باید د هغوی د خپلواکۍ تظمینوونکي وي.»

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې غړی وحید فرزه يي هم څرګندوي:«د افغانستان بانک ځینې لوړپوړي چارواکي د فساد په تور لرې کړل شوي او ځينې کارکوونکي هم چې په دغې پېښه کې دخیل دي په اصلاحي توګه مجازات شوي دي.»

خو د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال د دغه بانک د څلورو کارکوونکو د لرې کولو پرېکړه داسې توجیه کوي:«د افغانستان بانک ځينې لوړپوړي چارواکي د فساد په تور لرې کړل شوي او ځينې هم چې په دغې پېښه کې دخیل وو په اصلاحي تګه مجازات شوي دي.»
 
خو لویه څارنوالۍ وایي چې تر اوسه دغې ادارې ته د افغانستان بانک د لرې کړای شویو مسوولانو د فساد کومه دوسیه نه ده رسېدلي.

د مرکزي بانک دغو دوو تنو پخوانیو چارواکو هر یوه ۱۰ تر ۱۵ کلونو په دغه بنسټ کې کار کړی دی.

شریک یي کړئ