Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مزاري پر تلین وسله وال برید له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو

نن (جمعه، د کب ۱۶مه) کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.

له دې ډلې د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي چې د هغه د وینا پر مهال دغه برید پیل شو، وايي چې د دغې پېښې په هکله ډېرې پوښتنې شته چې حکومت یې باید ځواب کړي.

هغه له پېښې څو ساعته وروسته طلوع نیوز ته په دې اړه وویل:«د دغه برید پيغام خلکو ته ډېر روښانه دی؛ له بده مرغه داسې مسووله اداره نشته چې ځواب ویونکي وي. حتا شونې ده چې په دې اړه هم پوښتنې وي چې ولې دې ځای ته کاږل کېږي او په داسې شرایطو کې، او سوله چې د افغانستان یوه جدي اړتیا ده له داسې زړه بوږنونکو پېښو سره مخ شو.»

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله له ځينو نورو سیاستوالو سره چې د پېښې پر مهال د مزاري په مصلی کې و، دغه برید یې یو جنایت بللی دی.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي:«زه دغه پېښه وېرونکې ګنم. بل لوري ډېر مهم دی ځکه چې په حساسو شرایطو کې یوو؛ د دغې پېښې په اړه څېړنې باید هر اړخیزې وي او د مخکنی پښې په توګه په سرورکۍ کې پاتې نه وشي.»

محمد محقق دا پېښه د بشر او د افغانستان د ملي یووالي پر ضد جنایت ګڼي:«ترهګر د دا شان بریدونو له ترسراوي سره نه شي کولای د ظلم په وړاندې د افغانستان د خلکو عدالت غوښتونکې مبارزې، له تاریخه لیرې کړي.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې ښاغلي غني له دغه برید وروسته، له عبدالله عبدالله او کریم خلیلي سره ټلېفوني اړیکې نیولي او د هغوی له د وضعیت پوښتنه یې کړې ده.

مخکني ولسمشر حامد کرزي او ځینو نورو سیاسي څېرو هم د دغه برید له غندلو سربېره ویلي ورانکاره کړیو ته باید اجازه ورنه کړ شي چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر هم دغه برید غندلی او د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

د مزاري پر مصلی په تېرو درېیو کلونو کې څو ورته ترهګریز بریدونه شوي دي. چې تېر کال هم د مزاري د تلین په مراسمو کې هم د برید په پایله کې ۱۱ تنه ووژل شول.

د ویلو ده چې لا تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت هېڅ ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

کورنیو چارو زوارت هم وايي چې په دغې پېښه کې ۲۹ تنه وژل شوي او ۶۱ تنه نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ