Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مصالحې شورا له جوړېدو۱۱ورځې تېرېږي خو لایې هم کار نه دی پيل شوی

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا له جوړېدو د ۱۱ ورځو په تېرېدو سره، تراوسه د دغې شورا کار نه دی پيل شوی.
  
دغه شورا د روان کال د غوايي په ۲۸مه، د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک په لړ کې رامنځته شوه.

د ملي مصالحې عالي شورا چې له طالبانو ډلې سره د سولې بهیر د مشرۍ لپاره د افغان حکومت اصلي بنسټ دی تراوسه یې کار نه دی پیل کړی او داسې ښکاري چې د افغانانو ترمنځ خبرو د پیلولو لپاره د حکومت نور ګامونه د دې شورا د کارونو د عملي کېدو په تمه دي.
 
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ملی مصالحې عالي شورا د غړو له تشکیل سره، د سولې بهیر کې به ستر ګامونه پورته کړل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«په دې برخه کې مهم کارونه شوي دي او ټاکل شوې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا د غړو له راتګ سره په دې بهیر کې به نور ګامونه هم پورته شي.»

عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وايي د دغې شورا د جوړښت او د غړو د غوره کولو او په کابینه کې د غړیتوب لپاره د ښاغلي عبدالله د پلویانو ترمنځ اختلافات د ملي مصالحې د عالي شورا په کار کې د ځنډ لامل شوی دی خو د دغه وضعیت دوام به د سولې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.

د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«پرله پسې رخصتۍ او د کسانو ګومارل - ځکه چې هر یو د لوړ مقام غوښتونکي دي - له همدې امله شونې ده دا هم ورته تر یوې کچې ستونزمن پرېوځي چې ټول قانع کړي او څوکۍ ووېشل شي.»

ځینو سرچینو د ملي مصالحې په عالي شورا کې د غړو د غوره کولو په کار کې د ښاغلي عبدالله او د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا ترمنځ د اختلافاتو خبر ورکړی دی.

د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا دغه غړی وایي دغه سیاسي بهیر په خپله د ملي مصالحې په عالي شورا کې د غړیتوب لپاره د غړي معرفي کوي او پرېکړه یې په ښاغلي عبدالله پوره اړه نه لري.

د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا غړی ستار مراد څرګنده کړه:«د جمعیت مشرتابه شورا خپل نظرونه لري، ډاکټر عبداله خپل نظرونه لری؛ خو د جمعیت اسلامي مشرتابه شورا نظرونه په هېڅ بیه د ډاکټر عبدالله د پرېکړو تر اغېزې لاندې رانه شي.»

په اوسني وضعیت کې د ملي مصالحې شورا رول د سولې په بهیر کې رغنده بلل کېږي هېوادوال هم غواړي په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره علمي ګامونه واخیستل شي.

د مصالحې عالي شورا د سیاسي مشارکت د حکومت د هوکړې دوهمه او مهمه برخه ده.
په دغه موافقه کې دا بنسټ د سولې په چارو کې صلاحیت لرونکی بنسټ بلل شوی او د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې  ګومارنې د دې ادارې په چوکاټ کې کېږي.

شریک یي کړئ