Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مصالحې عالي شورا کولای شي نړیوالې مرستې هم ترلاسه کړي

د ارګ او سپیدار په سیاسي هوکړه لیک کې، د مصالحې عالي شورا د یوه خپلواکه بودیجوي واحد پېژندل شوی دی چې د هغه د بودیجې د لګولو ټول واک د دغې شورا رییس ته ورکړل شوی دی.

خو تراوسه دغې شورا ته مشخصه بودیجه نه ده ورکړل شوې او روښانه نه ده له کومو بودیجوي امکاناتو سره دغه بنسټ خپل کارونه به عملاً پيل کړي.

د سیاسي هوکړې پربنسټ، د مصالحې عالي شورا د افغانستان د حکومت له خوا د تمویل سربېره کولای شي له نړیوالو مراجعو هم بودیجوي مرستې ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت وايي تر هغې چې د مصالحې ملي شورا د یوه بودیجوي واحد په توګه د ملي شورا له خوا تصویب نه شي، د هغوی بودیجه به د احتیاطي بودیجې له کوډونو څخه به ورکړل شي.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دې اړه وویل:«دلته خپلواکه بودیجوي بنسټ د پارلمان د قانون د تصویب ته اړتیا لري نو پر دې بنسټ له دې مخکې چې پارلمان بودیجوي واحد جوړول ترسره کړي د بودیجوي واحد په توګه ورته بودیجه نه ورکول کېږي، خو اړتیاوې یې د احتیاط کوډ له لارې به پوره کړل شي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی قیس محمدي په دې اړه زیاتوي:«څرګنده ده چې د سولې چارو د مخته بیولو لپاره، د نړیوالې ټولنې له لارې به له افغانستان سره ډېرې مرستې وشي. خو هغه څه چې مهم دي دا دي چې د مصالحې عالي شورا څه ډول دا پیسې غونډې او ولګوي.»

د عبدالله عبدالله ویاند د مصالحې ملي عالي شورا د تمویل د سرچینو په اړه دم ګړۍ جزیات نه ورکوي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه ریاست کابو ۸۰۰ مېلیونه افغانۍ بودیجه لرله او همدارنګه د ۹۱ کوډ د بودیجې ۳۱ سلنه لګښت واک هم اجراییه رییس ته ورکړل شوی و.

افغان حکومت تراوسه د مصالحې ملي عالي شورا د تمویل لپاره تراوسه مشخصه بودیجه په پام کې نه ده نیولې.

شریک یي کړئ