Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نښلوونکو ماینونو د چاودنې زیاتوالي له امله د کابل مېشتو اندېښنې

د پلازمېنې اوسېدونکي په کابل ښار کې د ځای پرځای شویو او نښلوونکو ماینونو د چاودنو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او حکومت د دغو پېښو په مخنیوي کې په ناکامۍ تورن وي.

د هغوی په وینا، په وروستیو میاشتو کې پلازمېنه کې هره ورځ د ځای پر ځای شویو یا نښلوونکو ماینونو یوه یا دوه چاودنې کېږي. لکه څرنګه چې نن هم په کابل کې د مقناطیسي ماینونو دوو چاودنو د دوه تنو ژوند واخیست او دوه تنه نور یې ټپيان کړل.

یوې دغې چاودنه کې چې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پوهنې وزارت د علمي شورا مشر میر عبدالباقي امین پر موټر وشو - په دغې چاودنه کې ښاغلی امین ووژل شو او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

میر عبدالباقي امین له دې سربیره یوه سیاسي وتلې څېره هم وه چې ډېری وختونه به په ټلوېزیوني بحثونو کې راښکاره کېده.

ښاغلی امین تر دې مخکې، د اصلاح جمعیت د رهبرۍ شورا غړی، د قاصد سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز مشر او د پوهنتون استاد وو او همداراز یو له علمي کدرونو هم پېژندل کېده.

طالبانو پر عبدالباقي امین برید غندلی او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د هغه وژنه ضایعه بللې ده.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت نادري وايي:«د افغانستان له کشفي او استخباراتي ارګانونو څخه هیله کوو چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.»

د پېښې شاهد حامد وویل:«د چاودنې صحنه ډېره سخته وه. موټر په بشپړه توګه ټوټې ټوټې شوی و.»
  
د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو پر یوه رنجر موټر په یوې بلې ماین چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

یو شمېر کابل مېشتي وايي، د کابل له دغه بد وضعیته تر پوزې راغلي دي.

د کابل اوسېدونکی ظهور فاروقي وايي:«هېڅ پاملرنه نشته. دا حکومت ته د شرم ځای دی.»

له بل لوري کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په ورځ پر کابل ښار د څو توغندیو د لګېدو له امله دوه حکومتي کارکوونکي وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

خو طلوع نیوز ته سرچینو بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۳ تنه ښودلی او زیاته کړې یې ده چې، هغوی هم د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشریفاتو ریاست کارکوونکي وو؛ خو کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وايي.

نن کابل کې د مقناطیسي ماینونو دوو چاودنو د دوه تنو ژوند واخیست او دوه تنه نور یې ټپيان کړل.

شریک یي کړئ