Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملا هبت الله د څرګندونو په اړه د خلیلزاد غبرګون

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د مشر ملا هبت‎الله اخندازه د جګړې د دوام د څرګندونو په غبرګون وايي چې امریکا په افغانستان کې تاوتریخوالی نه غواړي.

د دې سربېره بیا هم ښاغلی خلیلزاد ویلي چې د ملا هبت‎الله ځينې څرګندونې کولای شي چې د افغان سولې بهیر کې مثبتې وي.

د خلیلزاد په باور، د طالبانو د مشر دغه څرګندونې، کولای شي له افغانانو سره په خبرو اترو کې د ګډون لپاره زمینه او سیاسي حل لارې ته زمینه برابره کړي.

خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«موږ د تاوتریخوالي په لټه کې نه‎یوو. په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د منلو نه ده او موږ د هغه د دوام غوښتونکي نه یوو.»

ملاهبت‎الله همدارنګه ویلي چې طالبان په افغانستان کې خپلو موخو ته تر رسېدو به جګړې ته دوام ورکړي.

خو زلمی خلیلزاد بیا وايي چې په داسې شرایطو کې د دغې اعلامیې توند لهجه غیرضروري ده او یوازې د سولې د پیچلتیا لامل کېږي.

هغه ویلي:«په داسې حال کې چې د جګړې د پای لپاره زموږ خبرې اترې روانې دي، راځې چې د تاوتریخوالي د کموالي او یا هم د له‎منځه وړلو لپاره ژر تر ژره له یو بل سره کار وکړو. افغان وژنه باید ودرول شي.» 

شریک یي کړئ