Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي امنیت شورا: له داعش سره مبارزه نړیوالې اجماع ته اړتیا لري

د ملي امنیت شورا نن سې‎شنبې (د زمري په ۲۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې داعش ډلې افغانستان او نړۍ ته جدي ګواښ مخامخ کړی دی او له هغوی سره مبارزه نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل په دې اړه وویل:«داعش ډله په افغانستان کې د مُلکیانو په وړاندې د لسګونو وحشتناکه بریدونو عامل دی او یو جدي ګواښ یې رامنځته کړی دی. دا ګواښ یوازې د افغانستان ته متوجه نه دی، بلکې سیمې او نړۍ ته هم متوجه دی او یوې ملي، سیمه‎ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.»

په ورته وخت کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي، د دوشنبې په ورځ په دغه ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې داعش د افغان امنیت په وړاندې یو جدي ګواښ وباله او وې ویل چې دا ډله د ګاونډیو هېوادونو د لاس اله ده.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:«داعش طالبان هم نه پرېږدي. موږ په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ترمنځ د شدیدو جګړو شاهد وو. داعش هغه ډله ده چې وروسته له طالبانو  د هغوی د ځای ډکولو لپاره چمتو شوې او طالبان دې ډاډمن وي چې یوه ورځ له موږ سره په یوه لیکه کې مجبور دي چې د داعش پر ضد وجنګېږي.» 

اخوا په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې افغان پوځیان د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په مراسمو کې راټول شوي دي، هوايي ځواکونه هم د څو شېبو لپاره خپلې توانمنۍ نندارې ته وړاندې کوي.

پوځي چارواکي ټینګار کوي چې هېڅ هېواد او ترهګره ډله د افغان پوځیانو د ماتې او د خپلواکۍ او آزادۍ د ګواښلو توان نه لري.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال عبدالرحمان جنبش په دې اړه وویل:«موږ په سوېل لوېدیځه حوزه کې توانمني لرو او دښمن ته موکه نه ورکوو چې خلک او زموږ هېوادوال وځوروي.»

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل هم څرګنده کړه:«امینتي ځواکونه چې استوار ګامونه لري د تېرو کلونو په پرتله تجهیز شوي او هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. په عمل کې مو ثابته کړې چې له یو بل سره همغږي لرو او د هېواد هرې لوېشتې او د خپلو ملي نوامیسو څخه دفاع کوو.»

امنیتي ځوکونه ځانونه د هېواد د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ساتونکي بولي او ترهګرو ډلو ته خبرداری ورکوي که‎چېرې د افغانانو ملي ارزښتونو ته زیان ورسوي له منځه به یووړل شي.

د کومانډو افسر نورالله وویل:«موږ د ملي نوامیسو د ساتلو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان د خلکو د دفاع لپاره له ځانه تېر یوو.»

د پولیسو افسره مبارکه سعادت وايي:«د افغانستان ټول پوځيان ژمنه کوي چې هواد ازاد او سرلوړی ساتي او د وطن د دښمنانو په وړاندې صادقانه او په میړانه مبارزه کوي.»

دغه پوځیان ټینګار کوي چې له افغانستانه د دفاع او د خپلواکۍ د ساتلو توان لري.

د هرات والي په دغو مراسمو کې داعش ډله په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پرمخ بیولو لپاره د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو اوزار بولي او د دې ډلې پر ځپلو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ