Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پوځ او پولیسو ټاکل شوی شمېر لاهم بشپړ شوی نه دی

د افغان پولیسو او ملي اردو د تاسیس د یوې نیمې لسیزې په پوره کېدو سره لا هم د دغو ځواکونو ټاکل شوی شمېر پوره شوی نه دی.

دفاع وزارت وايي، د افغان ملي پوځ ټاکل شوی شمېر ۲۳۴ زره دی، خو په اوسنیو حالاتو کې د افغان ملي اردو شمېر ۲۰۰ زره سرتېرو ته رسېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمد زی په دې اړه وايي:«د اردو ټاکل شوی شمېر، ۲۳۴ زره دی او دم ګړی موږ کابو ۲۰۰زره منصوب په ملي دفاع وزارت کې لرو او د ملي پوځ په لیکو کې د جلب او حذب بهیر په نارمل توګه روان دی.»

د کورنیو چارو وزارت د پولیس ځواکونو د شمېر په تړاو څه نه وایي خو زیاتوي چې دا اداره په افغانستان کې د پولیس ځواکونو د شمېر د بشپړولو په هڅه کې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل:«دوه سلنه کمښت لرو چې په مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه د هغه جلب او حذب دوام لري او همدارنګه تر راتلوونکو دوه کلونو، د ښځينه پولیسو جلب او جذب به هم بشپړ شي.»
په وروستیو کلونو کې یو شمېر سرتېرو او افسرانو خپلې دندې پرېښي دي.

طوفان مهمدوي د پوځ پخوانی برید مل دی، دی وایي چې درې کاله یې په پوځ کې کار وکړ او یو ځل هم په جګړه کې ټپي شو؛ خو څه د دې لامل شول چې نوموړی خپله دنده پرږدي:«ویل مو چې ولې موږ ته ځواک نه را استوئ؛ وايي چې غږ مو مخابرې ته نه راځي او موږ نه اورو. موږ ستونزه لرله او موږ په خپله د پرسونل کمښت درلود، کله چې طالبان ټولې پوستې غونډې کړي او سبا ته یې تاسې راشئ ګټه یې څه ده؟»

خو د دغو ټولو کلونو په تېرېدو او د دغو ځواکونو د سمبالتیا لپاره د مرستو له راتلو وروسته ولې د افغانستان د دولتي ځواکونو په تېره بیا د پوځ او پولیسو شمېر نه دی پوره شوی؟

پخوانی نظامي او د افغانستان د پوځ د بیارغونې د کمېسیون غړی عتیق الله امرخېل څرګندوي:«کله چې د پیسو مسله وي او د وطن احساسات نه وي او اداره هم کمزورې وي، طبیعي خبره ده چې هېڅکله به بشپړ نه شي او په ټول ژوند یې نه شي بشړولی.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګر په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي چې د ۲۰۱۹ز کال د جولای په اته ویشتمه د پوځ د ځواکونو شمېر ۱۶۲زره او ۴۱۵ تنو او د پولیس ځواکونو شمېر یو ۹۱ زره او ۴۳۵ تنو ته رسېده؛ خو درې میاشتې وروسته ۱۸ زره او ۴۵۴ تنه له پوځ او ۱۶۱ تنه له پولیسو کم شوي دي. 

د سیګر په رپوټ کې د دې کموالي یو لامل د دغو ځواکونو نه بایومټېریک کېدل بلل شوي دي؛ خو ملي دفاع وزارت ویلي وو چې نژدې سل په سلو کې دغه ځواکونه بایو مېټریک شوي دي.

شریک یي کړئ