Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي پوځ په ننګه د برمل پر هر کور او هټۍ د هېواد درې رنګه بیرغ

د پکتیکا په سرحدي برمل ولسوالۍ کې ډېری اوسېدونکي د ملي پوځ د ملاتړ په پار د هېواد درې رنګه بیرغ پر خپلو کورنو او هټيو پورته کړي دي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي دوی له خپل هېواد او درې رنګه بیرغ سره د زیاته مینې او د ملي پوځ د ملاتړ له امله یې په خپله خوښه د هېواد درې رنګه بیرغ پر کورونو او هټیو لګولي دي.

په ورته وخت کې برمل ولسوالۍ کې د ملي پوځ ځواکونه وايي چې د سیمې د خلکو د پوره ملاتړ څخه برخمن دي. 

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی سیف الله په دې اړه وویل:«تاسې ګاډي وینئ په دې ټولو باندې د افغانستان بیرغونه لګېدلي دي، ټولو په شوق سره لګولي دي د زور خبره نه ده، موږ له دغه بیرغ سره ډېره مینه لرو ځکه چې زموږ د هېواد بیرغ دی، ځينې ماشومان هم وینئ چې واسګټونه او خولۍ یې هم د افغانستان له بیرغونو دي.»

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الله هم وايي:«دا زموږ د هېواد بیرغ دی، دا زموږ ملي بیرغ دی، موږ د دغه بیرغ قدر کوو او موږ د دغه بیرغ لاندې ژوند کوو دا د امیر حبیب الله خان بیرغ دی دا موږ هر کله منلی او هر وخت او زمان یې لګوو.»

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي د هېواد د سرحدي سیمو له اوسېدونکي غواړي چې په خپلو کورونو او دوکانونو باندې د افغانستان درې رنګه بیرغ ولکوي دوی زیاتوي باید په ټول هېواد کې د  بیرغ لکولو کلتور عام شي. 

د برمل اوسېدونکی ګل رحمان څرګندوي:«دا د برمل ولسوالۍ نوې اډه ده کوم بیرغونه چې موږ لګولي دي، دا موږ په خپله خوښه لګولي دي. موږ له دې سره ډېره مینه او محبت لرو. په دې کې زموږ کلیمه هم ده او په خپله خوښه مو لګولي دي.» 

په همدې حال کې د پکتیکا برمل سرحدي ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواګونو د کنډک قومندان وايي د برمل ولسوالۍ بازار اوسېدونکي د امنیتي اورګانونو سره همکار دي.

 دوی زیاتوي د سیمې د اوسېدونکو همکاري د دې لامل شوې چې د ولسوالۍ مرکزي سیمو امنیت ښه وي. 

د ۲۰۳ تندر قول اردو د دو یمې لوا د لومړي کنډک قومندان ډګرمن محمد ایوب پشيي وايي:«دوی په خپلو دوکانونو او کورونو باندې او په ځينو ځایونو کې دوی بیرغونه جګوي او لګوي، د دولت لخوا پر دوی کوم زور او زیاتی نشته، دولت دا بیروغونه دوی ته نه دي ورکړي کله چې زوړ شي په خپلو پیسو بل اخلي دوی له خپل هېواد سره مینه لري او دا کار کوي.»  

د یادونې وړ ده چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې داسې سیمې هم شته چې په ښوونځیو کې پاکستاني نصاب تدریسېږي او یو شمېر اوسېدونکو یې پاکستان شناختي کارتونه هم اخیستي دي.  

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي دوی له خپل هېواد او درې رنګه بیرغ سره د زیاته مینې او د ملي پوځ د ملاتړ له امله یې په خپله خوښه د هېواد درې رنګه بیرغ پر کورونو او هټیو لګولي دي.

شریک یي کړئ