Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرملتونو سازمان د ننګرهار د ګډوالو پر ریاست برید وغنده

د ملګرو ملتون سازمان په یوې خبرپاڼه کې چې د سې‎شنبې په ورځ (د زمري په ۹ مه) خپره شوې د ننګرهار د ګډوالو پر ریاست برید یې په کلکه غندلی او هغه یې پر غیري پوځي موخې پر قصدي توګه برید وباله.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه سازمان «په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د ګډوالو پر ریاست د تېرې ورځې برید په اړه چې په هغه کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي خپله غوصه څرګندوي.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو، دا ډول بریدونه چې په قصدي توګه ولسي وګړي په نښه کوي له کرکې ډک وبلل او زیاته یې کړه چې «چې دا وژنې جنایتونه زیاتوي او تر وروستي حده باید هڅه وشي ترڅو دهغوی له پلانونکو سره حساب کتاب وشي.»

د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کوي چې ټولې ښکېلې غاړې باید په هر وخت کې د بشرپاله نړیوالو قوانینو پر بنسټ د ولسي وګړو او د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو په ګډون د ملکي ځاینونو د خوندیتابه لپاره خپل مسوولیت په پام کې ونیسي او پر ملکي بنسټونو او کسانو خپل بریدونه ژر تر ژره ودروي.

د سې‎شنبې په ورځ ځینو بریدګرو په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د ګډوالو پر ریاست برید وکړ او له امنیتي ځواکونو سره په نښته ښکېل شول چې په پایله کې ۱۵ تنه ووژل شول او کابو ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي چې دغه نښته له هغې وروسته پیل شوه چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توګو ډک موټر ته د دغه ریاست د دروازې په وړاندې چاودنه ورکړه او لاره یې دوه نورو بریدګرو ته پرانسته.

ښاغلي خوګیاني زیاته کړه چې دغه برید له څه باندې شپږساعته وروسته پای ته ورسېده.

په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې بریدونو د دغه ولایت اوسېدونکي ډېر اندېښمن کړي دي.

ننګرهار په یوې وروستۍ اوونۍ کې د بې مخینو ځانمرګو بریدونو شاهد وه.

له دې مخکې د یکشنبې په ورځ ځانمرګو بریدوګرو د قابله ګانونو پر روزنیز مرکز او شپغالي برید کړی وه او همدارنګه د دوشنبې په ورځ د ولسي پاڅون کوونکو د قومندان او ولسي جرګې تاکنو ته د نوماند د موټرو کاروان د ځانمرګي برید له خوا په نښه شو چې په دغه پېښه کې دا نوماند ووژل شو.

شریک یي کړئ