Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مهترلام د نیولو لپاره د طالبانو ناکامه هڅه،۲۰بلواګري وژل شوي

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن پنجشنبې(د کب ۱۲ مه)اعلان وکړ چې د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د دوه ورځنۍ جګړې په لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۲۰ بلواګري طالبان وژلي شوي او ۱۳ تنه نور یې نیول شوي دي.

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوه ورځو مخکې هغه مهال پیل شوې چې د لغمان د مرکز اړوند مهترلام ښار په ځېنو څنډو بریدونه کړي او د پولیسو پوستې یې هم نېولي.

د لغمان والي وايي، چې طالبانو په لوی قوت سره د مهترلام ښار د پرځولو لپاره ډله‎ییز بریدونه پیل کړي وو چې افغان ځواکونو یې مخه نیولې.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په دې اړه وویل:«وسله‎والو طالبانو د سې‎شنبې پرګیهځ له څو خواو د مهترلام پر ښار بریدونه پیل کړل او په پيل کې یې څو پوستې ونیولې خو وروسته د دولتي ځواکونو له بریدونو سره طالبان اړ شول چې تېښته وکړي.»

په همدې حال کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان وايي چې د وروستیو نښتو په ترڅ کې ۲۰ طالبان جنګیالي وژل شوي او ۱۳ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان زمان وزیري وویل:«د امینتي ځواکونو د دوه ورځنیو بریدونو په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.او دولتي ځواکونه توانېدلي چې د مهترلام ښار ټولې سیمې د ترهګرو له شتون څخه پاکې کړي.»

خو دغو دوه ورځنیو نښتو د لغمان اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي.

د لغمان اوسېدونکی حسن ګل وايي:«موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو ترڅو د لغمان ناامنیو ته رسېدنه وکړي او له دغه ولایت څخه ترهګر له منځه یوسي.»

د لغمان بل اوسېدونکي ولي خان هم څرګنده کړه:«طالبانو حتا خپل فعالیتونه د مهترلام ښار ته رسولي او موږ له حکومت څخه غواړو چې د لغمان اوسېدونکو دغو اندېښنو ته رسېدنه وکړي.»

سرتېري ګل اغا وویل:«موږ په خپله پوسته کې وو چې ناببره طالبانو برید پیل کړ او موږ اړ شو چې خپله پوسته پرېږدو او خوندي ځای ته ولاړ شو.»

په دغو نښتو کې د ملي پوځ دوه تنه سرتېري وژل شوي او څو تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د لغمان اوسېدونکي ګواښ کوي که‎چېرې طالبان او یا نورې ترهګرې ډلې په دغه ولایت کې له منځه ولاړې نه‎شي د راتلونکي کال پسرلی به د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره تر ټولو ستونزمن کال وي.

شریک یي کړئ