پاکستان کې ناڅاپه او لنډ خبر خپور شو او څو شیبې وروسته دغه خبر په افغانستان او پاکستان کې د مولانا سمیع الحق له عکس سره لاس په لاس شو.
هغه د طالبانو د معنوي پلار په توګه پيژندل کېده چې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې دیو شمېر کسانو د چړو په ګوزارونو سره ووژل شو.
یو ساعت وروسته د «آی اس آی» د پخواني رییس، جنرال حمید ګل زوی چې د سمیع الحق د مرګ د خبر په اوریدو سره د راولپنډۍ پر لور روان شوی وو د ناپیژاندو کسانو له برید سره مخ شو.
د جنرال حمیدګل زوی، عبدالله ګل وايي:کله چې پر مولانا دغه قاتلانه برید وشو او نوموړی یې ووژاه ؛ پر ما هم چې اسلام آباد ته راتلم؛ دوو موټرو د شا او مخې له لوري ډزې وکړي ؛ خو د خدای په فضل زه دلته روغ راورسیدم.
مولانا سمیع الحق د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق څانګې مشر وو.
هغه چې په اتیایمه او نوي یمه میلادي لسیزه کې په دوو دورو کې د خپل هېواد د مشرانو جرګې غړی هم و؛ تل یې د افغانستان پر ضد شعارونه ورکول او د افغان دولت پر وړاندې یې له جګړې ملاتړ کاوه .
حقانیه دارالعلوم چې په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې فعاله شو، هم د مولانا سمیع الحق د پلار مولانا عبدالحق له لوري یې بنسټ اېښودل شوی وو.
دغه مدرسه چې زرګونه زده کوونکي لري، د طالبانو د ځینو مشرانو لکه ملا عمر، ملا اختر محمد منصور او جلال الدین حقاني ته د زده کړو په ورکولو مشهوره ده او دغه راز ویل کیږي چې د دې مدرسې سلګونه زده کوونکو د افغان دولتونو پر وړاندې جګړه کې ونډه لرلې ده.
د شنبې پر ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دې جرګې په عمومي غونډه کې د سمیع الحق د وژل کیدو پر څرنګوالي او سیمې پر وضعیت د دې پېښې پر اغیزو خبرې وکړې.
د ولسي جرګې غړی، لالی حمیدزی وايي: د سولې لپاره د مولانا سمیع الحق وژنه نیک ګام بولم! هغه څوک چې د سولې د خبرو مخه نیسي د سیمع الحق برخلیک سره به مخامخ کېږي.
د ولسي جرګې غړې، آرین یون زیاتوي: خپلو هېوادونو ته وفا داره ووسئ، کنه لهتاسو به داسې استفاده کوي او بیا به مو وژني.
په دې لړ کې طالبانو په یوې خبرپاڼه کې د مولانا سمیع الحق پر وژل کیدو خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د پاکستان لپاره نه جبیره کیدونکې ضایعه بللې ده.
په پاکستان کې هم په دې تړاو نظرونه بیلابیل دي.
د جماعت الدعوه مشر، حافظ سعید وايي: فکر کوم چې د پاکستان ټول خلک د هغه د ګوند دي؛ نه یوازې پاکستان بلکې د افغانستان خلک هم د هغه خلک دي.
پاکستانی خبریال، چودری جاوید څرګندوي:د هغه مړېنه د پاکستان لپاره یوه ضایعه ده ؛ ځکه نوموړي له طالبانو سره په خبرو کې مهم رول درلود . په دې وروستیو کې هغه له طالبانو د خبرو دنده اخییستې وه ؛ کابل ته ولاړ او په خبرو کې یې ګډون وکړ؛ د هغه مړېنه په سیمه کې د پاکستان او امریکا د سولې پربهیر لوی ګذار دی.
مولانا سمیع الحق یو اتیا کلن وو او د خپلوانو په وینا یې په وروستیو ورځو کې د یو شمیر کسانو له لوري په مرګ ګواښل شوی وو.
بل پلو تر اوسه کوم کس او یا کومې ډلې په رسمي توګه د سمیع الحق د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.