Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مُلکي مرګ ژوبلې زیاتوالي په تړاو د بشري حقونو کمېسیون اندېښنې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په هېواد کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې ۲۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

له دې ډلې یوازې تېره ورځ په درې جلا پېښو کې په غزني، فاریاب او وردګو ولایتونو کې ۱۳ ولسي وګړي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.

په غزني ولایت کې پېښه پر یوه فلانکوچ ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وه، کله چې دا موټر د دغه ولایت له رشیدانو ولسوالۍ نه د جغتو مرکز ته روان و، دلته په لعلي سیمه کې پر ماین برابر شو.

 په دې پېښه کې  شپږ ولسي وګړي چې ټول په همدغه موټر کې سپاره وو، ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول.
 
د تېرې ورځې بله پېښه د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په سلطانخېلو کلي پر یوه کور د هاوان لګېدل و. په دغې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ په دې اړه وویل:«د ولسي وګړو بشري حق ته درناوی نه کوي. دا د دې لامل کېږي چې موږ په ځلونو د افغانستان د وګړو د انساني او بشري حقونو د نقض شاهد واوسو.»

د غزني د ولایت شورا غړی خالق داد اکبري هم وايي:«طالبان هلته واک لري، دولتي ځواکونه حضور نه لري. تېره ورځ چې کوم مصیبت رامنځته شوی طالبانو ته متوجه کېږي.»

خو په غزني کې ځايي چارواکي وايي چې ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و.

ورته مهال د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اوسېدونکو د هاوان د لګېدو په اعتراض کې، د دولتي ځواکونو پوستې مخې ته راغونډ شوي دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وویل:«یو سړی له خپلو دوه ماشومانو سره چې ولسي وګړي وو په شهادت ورسېدلږ دا ډول جګړې تل له ولسي وګړو قرباني اخلي.»
 
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ښکېلو لوریو غواړي چې د افغانانو تر منځ د خبرو له پېلېدو مخکې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

شریک یي کړئ