Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مُلکي مرګ ژولې کموالي په پاره د افغان او بهرنیو ځواکونو نوې هڅې

د ملي دفاع وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان د لوېدیځې حوزې د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه هرات ته تللي.

د ناټو عمومي قوماندان ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کمېدو په برخه کي د بهرنيو او افغان سرتېرو د ګډو هڅو له پیلېدو خبر ور کوي. 

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر د ملکیانو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیاتو کې مُلکي مرګ ژوبله ډېره کمه ده.

ښاغلي مېلر زیاته کړه:«موږ او افغان ځواکونه په ډېر دقت سره کار کوو، څو ملکیانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو مخنیوی وکړو. موږ په خپلو عملیاتو کې دقت غواړو او هغه مهال چې نظر کې ونه نیول شي، له مسوولانو سره یې حساب کوو. له دې سره په خوا کې باور لرو چې د ټولو افغانانو باور دا دی چې مُلکیانو ته د تلفاتو اوښتو د مخنیوي یوازینۍ لار د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي.»

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت مرستیال وايي، طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین دي. د افغان پوځ دا چارواکی وايي، ډېری ترهګر د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال محمد یاسین ضیا وايي:«هغه شمېر چې لوړ شوی د دښمن له لوري دی. تاسې شاهد یاست چې د فاریاب په جمعه بازار کې پرخلکو هاوان وتوغول شو او څه باندې سل تنه یې شهیدان او ټپيان کړل.»

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال بیا وايي، خلک نور دې پایلې ته رسېدلي چې د ترهګرو له لاسه خپلې سیمې خپله وساتي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت په دې اړه څرګندوي:«موږ نه شو کولای چې د ټولو هېواد په هر کلي او کور کې عسکر ولاړ کړو او ساتنه وکړو. که‎چېرې تاسې ووینئ چې په ټوله نړۍ کې د کلیو اصلي ساتونکي خلک دي.»

دا لوړ پوړي امنیتي مسوولان داسې مهال هرات ته ځي چې د هېواد لوېدیځ کې په وروستیو کې ناامنۍ زور اخیستی.

د دفاع وزارت چارواکي وايي زیاتره ولسي وګړې د وسله‎والو طالبانو د بریدونو په پایله کې خپل ژوند بایلي. 

شریک یي کړئ