Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناټو استازی: تاوتریخوالی سولې ته رسېدل له خنډ سره مخ کوي

په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازی اسټېفانو پونټيکوروو وايي چې د طالبانو تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او د سولې خبرې اترې ننګوي.

ښاغلی پونټيګوروو ټينګار کوي چې د ناټو سازمان او د دغه سازمان محتدان له افغانستان او د دولتي ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي.

هغه په دې اړه وویل:«له دې چې یو ځل بیا ناټو او متحدانو یې له افغانستان او د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې ده خوښ یم .موږ د روان وضعیت په تړاو هم بحث وکړ. د طالبانو تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي دا منلو وړ نه ده او د سولې خبرو ته رسېدل له ستونزو سره مخ کوي.»

ورته مهال په افغانستان کې د امریکا سفارت چارسمبالي وایي چې تمه کېده د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي؛ خو داسې ونه شول.

د حکومت د شمېرو پربنسټ، طالبانو په یوې وروستۍ میاشت کې چې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې څه باندې ۱۵۰۰ بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا دفتر شمېرو له مخې د سږکال د غبرګولي میاشتې له اوومې د چنګاښ تر څورلسمې پورې طالبانو په ۳۲ ولایتونو کې ۱۵۳۸ بریدونه کړي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر ادعا کوي چې د طالبانو په بریدونو کې ۱۵۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

 د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ولسي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ بولي او وايي چې دا وضعیت به سولې ته د رسېدو لار ستونزمنه کړي.
 
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر څرګندوي:«هر څومره چې تاوتریخوالی زیاتېږي، عقدې زیاتېږي، ټپونه زیاتېږي او پایدارې سولې ته رسېدل ستونزمن کېږي.»

ورته مهال په افغانستان کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسون وايي هڅې روانې دي چې د طالب بندیانو د خلاصون بهیر پای ته ورسېږي او وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي:«تمه لرو کله چې د پنځه زره طالب بندیانو او د حکومت د زرو بندیانو د خوشي کېدو بهیر پای ته ورسېږي؛ د افغانانو خپل منځي خبرې پېل شي. د تاوتریخوالي ستونزه هم شته. موږ تمه لرله چې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته د تاوتریخوالي کچه به ټيټه وي، خو له بده مرغه داسې ونه شول.  موږ د بندیانو د خلاصون لپاره هم کار کوو. خو په دوحه کې له طالبانو سره هم په دې مسله کې ښکېل یو، هڅه وکړو چې د تاوتریخوالي کچه راټېټه کړو.»

روښانه نه ده چې د افغانانو ترمنځ مذاکره به کله پيل شي، خو له دې مخکې ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې ټاکل شوې ده چې د روانې زیږدیزې میاشتې په لړ کې دا خبرې په قطر کې پیل شي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانانو د خپل منځي خبرو تر پېلېدو مخکې به د دغه بهیر لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره په روانه اوونۍ کې کابل د درېیو مهمو غونډو کوربه وي.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ګران هېواد وايي:«لومړنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د سیمې او نړۍ د شلو هېوادونو په حضور کې د ولسمشر له خوا پرانیستل کېږي او د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ به مخته یوړله شي.»

د تاوتریخوالي دوام او د بندیانو د خوشي کېدو د څرنګوالي نه وروستي کېدل ظاهراً د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو پر وړاندې دوه لویې ستونزې دي. طالبانو ویلي دي ترهغو چې د دې ډلې پنځه زره زندانیان خوشي نه شي؛ د دولت له پلاوي سره به خبرې ونه کړي.

شریک یي کړئ