Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناټو دفاع وزیرانو له افغانستانه د اوږدمهاله ملاتړ اعلان وکړ

د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ وايي چې په داسې حال کې چې وايي افغانستان کې له ۱۶ زر تر ۱۲ زرو د سرتېرو کمښت څېړو، خو زیاتوي چې موږ افغانستان کې د اوږدمهالا امنیت لپاره خپلې ژمنې تازه کوو.

هغه چې تېر ماښام د ناټو دفاع وزیرانو ناستې په پای کې خبري ناسته کې خبرې کولې، زیاته کړه، دغه ژمنه د سولې بهیر لپاره مهمه وبلله.

سټولپتنبرګ زیاته کړه:«موږ د ناټو د عملیاتو په تړاو د افغانستان او عراق کې خبرې وکړې او یو ځل بیا مو افغانستان کې اوږدمهاله امنیت لپاره خپله جدي ژمنې باندې ټینګار وکړ. دا ژمنه د سولې بهیر ډاډ لپاره مهمه ده.»

د ناټو سرمنشي همداراز څرګنده کې چې افغانستان کې د سولې راوستو په موخه پر خپل حضور کتنه کوي:«موږ د سولې بهیر ملاتړ لپاره افغانستان کې د خپلو شتون پر بهیر بوخت یوو. موږ به له خپلو ملګرو سره په همغږۍ د ځواکونو تنظیم په پام کې ونیسو.»

هغه همداراز وویل چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي څو هېواد کې سولې ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې د چې افغان حکومت له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو پرېکولو په تړاو د ناټو عمومي منشي د خبرو هرکلی کړی.

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي پر ټویټر پاڼې لیکلي، د سټو لټنبرګ د خبرو په اساس طالبان باید د القاعدې په څېر ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې، تاوتریخوالی کم او د سولې خبرو لپاره ژمنې عملي کړي.

هغه همداراز نن د خبري ناستې پرمهال وویل چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د هیچا لپاره د منلو نه دی، زموږ او د خلکو غوښتنه له طالبانو دا ده چې تاوتریخوالی دې نه زیاتوي.

د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ وايي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي څو هېواد کې سولې ته زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ