Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناټو سرمنشي:د افغان حکومت له مالکیت او مشرۍ پرته سوله ناشونې ده

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار کوي چې د سولې خبرو اترو بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې ویلي چې ښاغلي سټولټنبرګ دا څرګندونې د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې کړې دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د ناټو عمومي منشي ویلي چې د دغه سازمان غړي د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي.

له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه هغه بله موضوع وه چې ولسمشر غني او د ناټو سرمنشي پرې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې طالبان د پنځم ځل لپاره د امریکا له استازو سره وویني. دا ډله وايي ټاکل شوې دا لیدنه د همدغې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پاکستان کې ترسره شي.

اخوا طالبانو هم ویلي چې ټاکل شوې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وویني.

شریک یي کړئ