Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناټو ملکي سفیر د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره ګردیز ته تللی

د طالبانو له استازو سره د امریکايي چارواکو د خبرو اترو له اوازو سره جوخت په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر وايي چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان له ګاوڼدیو هېوادونو سره، له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې اترې کوي.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي سفیر په دوه ورځینۍ سفر د پکتیا مرکز ګردیز ته راغلی کارنیلس زمرمین وايي په دغه سفر کې د پکتیا قومي مشرانو او حکومتي چارواکو سره لیدلی دی زیاتوي افغانان راتلونکي اوربند ته لېواله دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر کارنیلس زمرمین په دې اړه وویل:« د اوربند مسله په افغانانو پورې تړاو لري زما دوه ورځینی سفر دغه ولایت ته چې قومي مشرانو او ځوانانو سره ولیدل په دې پوه شوم چې افغانان اوربند او سولې ته تږي دي باید دوی د دواړو اړخونو څخه وغواړي چې اوربند ته غاړه کېږدي.»

د ناټو ملکي سفیر وايي ناټو غړي هېوادونو د افغانستان کاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي ترڅو په افغانستان کې مثبت ونډه ادا کړي.

ښاغلي زمرمین زیاته کړه:« موږ او د ناټو غړي هېوادونو د افغانستان له کاونډیو سره خبرې کوو ترڅو په افغانستان کې جوړونکې ونډه ادا کړي افغانستان کې د سولې راتلل د ټولو په کټه دي.»

 په ورته وخت کې د پکتیا ملکي او نظامی چارواکي وايي طالبان نور دې جګړې توانۍ نه لري او په دې پوه شوي چې د افغان پوځیانو پر وړاندې جګړ ناروا ده دوی تمه لري چې ډېر ژر په هېواد کې سوله راشي.

د پکتیا والي شمیم خان ګټوازی څرګندوي:«هغوی نور د جګړې لپاره انګېزه نه لري؛ د دې لپاره چې هغوی وسله نه‎لري، پیسې نه لري‎، امکانات نه‎لري... یوازې د هغوی له احساساتو ناوړه استفاده شوې ده او هغه هم د ختمېدو په حال کې ده.»

د یادونې وړ ده د ناټو ملکي سفیر وايي ناټو به ۲۰۲۴ کاله پورې به د افغان امنیتي ځواګونو مالي ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ وال‎سټریټ ژورنال رپوټ ورکړ چې امریکايي ډپیلوماټانو په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې د خبرو اترو په اړه لیدلي دي. تېره ورځ د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم د لوی اختر په ورځو کې له طالبانو سره د احتمالي اوربند په اړه خبرې وکړې. هغه ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د اوربند ترڅنګ جګړې ته هم چمتو دي.

شریک یي کړئ