Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار دیني عالمان اختر کې د اوربند غوښتنه کوي

د ننګرهار مرکز او ولسوالیو راټول شوي دیني عالمان هېواد کې روانه جګړه د شریعت خلاف بولي وايي حکومت او طالبان دې د اختر شپو او ورځو درناوي په موخه، درې ورځنی د اوربند اعلان وکړي.

.دوی هیله څرګندوي چې د اوربند سره به بین الافغاني خبرو ته لار پرانیستل شي اوخلک به اختر په خوشالی ولمانځي

د دیني مدرسې مشر، مولوي محمد صادق:«موږ د رییس جمهور نه غوښتنه کوو چې جنګ بند کړي او  پر ځای دې د سولې لاره غوره کړي، مونږ د طالبانو نه غوښتنه دا ده چې اختر مبارکو ورځو کې دې لنډمهال اوربند اعلان کړي خلک ښه سوله ‎ییز اختر تېر کړي دا به سولې لپاره شین څراغ وي.»

د ننګرهار حج اوقافو ریاست رییس: محمد داود مجاهد زیاتوي:«‎راروان کوچني اختر کې اوربند وشي او د جنګ مخه ونیول شي او همدارز دولت باندې غږ کوو چې د طالبانو بندیان خوشې کړي.»

دیني علمان د کابل او ننګرهار وروستي بریدونو کې عامو خلکو او په ځانکړي ډول ماشومانو او ېیرمنو وژل غندي او په هېواد کې روانه جګړه د ددیني پلوه حرامه بولي او د جګړې ښکیلو غاړو غوښتنه کوي چې جګړې پرځای دې پر سوله ټینګار وکړي.

دیني عالم، عبدالبصیر حقاني څرګندوي:«د ښیوې او کابل بریدونو کې زیاتره ماشومان او عام خلک په کې شهیدان شول داجنګ نه د مسلمانانو او نه دی اسلام په کټه ده نه جنګ د حل لار ده.»

بل دیني عالم، مالکیار زیاتوي:« طالبانو باندې غږ کوو چې سولې ته کینې او دا شته ناخوالې سره چې افغانان مخ دي خلاص شي.»

دوی هیله څرګندوي چې د اوربند سره به بین الافغاني خبرو ته لار پرانیستل شي اوخلک به اختر په خوشالی ولمانځي

شریک یي کړئ