Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار د پوهنې ریاست: د ننګرهار نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري

د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت نيمايي ښوونځي ودانۍ نه‎ لري او زده کوونکي په پرانیستې فضا کې لیک لوست کوي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د شمېرو پر بنسټ په دغو ولایت کې د ۹۵۰ له ډلې ۴۵۰ ښوونځي ودانۍ نه ‎لري.

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواری په دې اړه وايي:«ننګرهار کې کابو ۹۵۰ ښوونځي موجود دي چې له دې دلې ۴۵۰ هغه یې ودانۍ نه‎ لري.»

ورته مهال هغه زده کوونکي چې په پرانیستې فضا کې زده کړې کوي، وايي چې یوازې د ودانۍ نشتو ستونزه نه ده بلکې د زده کړې کچه هم ډېره ټیټه ده. 

سایره یوه له هغو زده کوونکو ده چې په پرانیستې فضا کې زده کړې کوي. سایره له کابو زرو نورو زده کوونکو سره د جلال اباد ښار په هغه ښوونځي کې په زده کړو بوخته ده چې د ننګرهار د ولایت مقام په څو مټرۍ کې موقعیت لري.

سایره د حکومت له نه پاملرنې شکایت لري:«موږ ډېرې ستونزې لرو؛ کله چې باران کېږي، موږ ډېر په زحمت کېږو. زموږ ښوونکي هم ډېره غیرحاضري کوي. موږ غواړو چې موږ ته پاملرنه وشي.»  

په دغه ښوونځي کې بله زده کوونکې سکینه هم وايي:«زموږ ښوونځي ودانۍ نه لري؛ موږ هم په ګرمۍ او هم په یخنۍ کې په تکلیف یوو. کتابونه هم نه لرو.» 

اخوا د دغه ښوونځي ځينې ښوونکي له حکومته غواړي چې په ننګرهار کې د پوهنې وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د جلال اباد ښار د یوه ښوونځي سرښوونکی رومل سعادت په دې اړه څرګندوي:«له بده مرغه د ولایت په څو مټرۍ کې زموږ ښوونځی ودانۍ نه‎لري او زده کوونکي په ګرمۍ او باران کې ډېر په تکلیف دي. کتاب او ښوونځیو توکو کموالی هم شته.»

د ننګرهار د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې په دغه ولایت کې شاوخوا اته نیم لکه زده کوونکي په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي چې شاوخوا دونیم لکه یې نجونې دي. 

د ننګرهار د پوهنې ریاست د شمېرو پر بنسټ په دغو ولایت کې د ۹۵۰ له ډلې ۴۵۰ ښوونځي ودانۍ نه‎لري.

شریک یي کړئ