Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار په مومندرې کې د طالبانو د اکمالاتي لارې تړل کېدل

د ننګرهار په مومندرې سرحدي ولسوالۍ په غوړګې سیمه کې ډیورنډ فرضي ګرښې ته څېرمه د طالبانو اکمالاتي لاره وتړل شوه.

د هېواد په ختيځ کې پوځي چارواکي وايي د لارې تړلو په موخه پوځي عملیاتو کې د وسله‌‎والو درنې وسلې، پاکستاني پيژندپاڼې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي او د پاکستانیانو په ګډون لس تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

دغه چارواکي زیاتوي چې عملیات یې له هغه وروسته ترسره کړل چې وسله‌والو طالبانو د سرحدي ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړل.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو لومړی لوا قومندان، کریم نیازی وايي:«د دښمن مرکزونه چې اتلس کاله دلته وو، دا سیمه افغان ځواکونه نیوله، وسلې،  خوراکي توکي او د دښمن مړي سیمه کې پاتې دي.»

په ختیځ کې د سرحدي لوا قومندان، برید جنرال محمد ایوب حسین خیل زیاتوي:«دا پولې ته نېږدې ده، او پاکستاني ځواکونو ته نېږدې ده، خو افغان ځواکونو په تکنیکي ډول دا مرکزونه له منځ ووړل، او دا تحکمات ډېر قوي وو.»

همداراز پوځیان وايي له طالبانو تازه نیول شویو سیمو کې به پوستې جوړې کړي، خو زیاتوي چې د ډیورنډ فرضي ګرښه کې میشتو وسله‎والو سره پاکستاني نظامیان مرسته کوي.

د ملي اردو ضربتي ټولۍ قومندان، امین الله څرګندوي:«دلته فرضي ساحه ده چې زموږ اووم کنډک پرسونل څلور پوستې به دلته ځای پر ځای کیږي.»

ملي اردو  سرتیری، امجد وايي:«موږ خط کې وو چې د دوی لخوا انداختونه او بریدونه وشول، خو زموږ ځواکونو ځواب ورکړ او په شا یې کړل، اوس مو دا سیمه نیولې ده.»

 د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ غوړګې سیمه کې ډیورنډ فرضي ګرښې سره نښتې ده، د کالونو راهسې طالبانو په دغه سیمه کنټرول درلود او مرکزونه یې جوړ کړي ول.

په ختیځ کې پوځي چارواکي وايي دغه عملیات یې له هغه وروسته ترسره کړل چې وسله والو طالبانو د سرحدي ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړل.

شریک یي کړئ